ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا وړممۍ ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

author avatar
10 Sep 2019 - 20:25
author avatar
10 Sep 2019 - 20:25

ښرنه (پژواک، ۱۹ وږی ۹۸) : د پکتيکا ولايت د وړممۍ ولسوالۍ اوسيدونکي وايې، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو ډليز بريدونه روان او یو شمیر پوستې یې نیولي دي.

د وړممۍ ولسوالۍ يوه سرتيري ګل ولي چي په ياده نښته کي ژوبل شوی هم دی د وږي په ۱۹مه،  پژواک ته وويل چي ياده ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده او هغه سيمې چې د امنيتي ځواکونو پوستې پکې وې ،وسلوالو طالبانو نیولي دي.

هغه  زیاته کړه، تر اوسه پورې په جګړه کې دده په ګډون دوه تنه ژوبل شوي دي.
نوموړي وويل چي وسله وال طالبان له ولسوالۍ څخه په يو کيلو مترۍ کې جګړه کوي.

دغه سرتیری وایي، که ژر مرسته ونه شی، نو ولسوالي به سقوط وکړي او سرتیرو ته د مرګ ژوبلې ګواښ رامنځته شي.

د وړممۍ ولسوالۍ قومي مشر ملک شمل پژواک ته وويل چي په ياده ولسوالۍ کې له تيرو څلورو ورځو پرلپسي جګړه روانه ده، خو دولت ته سره له دې چې له يادې جګړې خبر دی خو تر اوسه پورې ورته مرسته نه ده رسيدلې.

نوموړي زیاته کړه چې د يادې ولسوالۍ امنيتي سرتيري کلک مقاومت کوي، خو له تيرو څلورو ورځو راهیسې لوړ پوړو مسوولینو ددوی غږ نه دی اوریدلی.

ددي ولسوالۍ دوه تنه اوسيدونکي ملک کريم خان او محمدي هم پژواک سره په خبرو کې وويل چي په ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده، ماشومان او ميرمني یې د جګړې له لاسه کړيږي خو چارواکي ورته تشې ژمنې ورکوي.

د پکتیکا د امنيه قوماندانۍ وياند شامحمود ارين پژواک ته وويل چې ياده ولسوالۍ له مرکز ښرنې څخه په ۱۸۰ کيلو مترې کې موقعیت لري  او لارې يې هم تړل شوې دي.

 د هغه په وینا، هلته له تیرو دریو ورځو راهیسې جګړه روانه ده، خو دوی هلته وسلې او مهمات رسولي او دوه ځلې هوایي بریدونه هم شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دې بریدونو کې اوه وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

ارین وویل، جګړه دومره سخته نه ده، لکه چې ورته تبلیغات کیږي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.