جلال اباد (پژواک، ۱۹ وږی ۹۸): د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله اووه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۱۹مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې د دغه ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د کږې بازار له ګڼې ګوڼې ډکه سيمه کې په یوه لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.
هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون اووه ملکي وګړي ټپيان دي چې د درملنې لپاره د دې ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي دي.
خو خوږياڼی وايي، دوه ټپیان چې روغتيايي وضعيت یې د اندېښنې وړ و، د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن