ترينکوټ (پژواک، ۲۰ وږی ۹۸): د اروزګان د عدليې او حقوقو ادارو د رييسانو ترمنځ نښته کې د يو رييس په ګډون درې کسان ټپيان شوي دي.
د دغه ولايت امنيتي مسوولين وايي، نن (د وږي ٢٠مه) له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د دغه ولایت د حقوقو او عدليې ادارو د رييسانو ترمنځ نښته شوې ده.
د اروزګان امنيه قوماندان محمد خطاب خنجري پژواک اژانس ته وويل، نښته وروسته له هغه رامنځته شوه چې د عدليې د رييس له خوا د حقوقو ادارې نوى رييس معرفي کېده.
نوموړي زياته کړه، د حقوقو پخواني رييس عبدالغفار د عدليې پر رييس او د حقوقو پر نوي معرفي کېدونکي رييس باندې ډزې کړې او درې کسان يې ټپيان کړي دي.
خنجرى وايي، د حقوقو پخوانى رييس له ډزو وروسته تښتېدلى او پوليس يې په پلټنه پسې وتلي دي.
د اروزګان د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک ته وویل، درې ټپيان ور وړل شوي چې د دوو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن