پلخمري (پژواک، ۲۰ وږی ۹۸): د بغلان امنيتي مسوولين وايي چې له لسو ورځو وروسته امنيتي ځواکونو وکولاى شول، د مرکز پلخمري کلابندي ماته کړي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د بغلان پر مرکز پلخمري ښار ډله ييز بريدونه پيل کړل چې له امله يې د کابل- شمال لويه لار هم د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.
په دې اړه د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت د وږي په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د پلخمري ښار په څنډو کې پراخ عمليات ترسره کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د پلخمري ښار لس ورځنۍ محاصره ماته شوې او طالبان پر شا شوي دي.
ده زياته کړه: ((پلخمري ښار ته ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي، په ښار کې مشکل نشته خو په لويو لارو کې اوس هم لږ امنيتي ستونزې شته دي.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پلخمري- مزار لويه لار پرانيستل شوې خو د پلخمري- کندوز پر لويه لار اوس هم ستونزې شته دي.
دغه راز په بغلان کې د ٢١٧ پامير قول اردو د درېيمې لوا قوماندان بريد جنرال غلام عباس توکلي پژواک ته وويل چې د تېرو لسو ورځو جګړو په ترڅ کې ١٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ٨٤ نور ټپيان شوي دي.
ده هم وويل: ((د بغلان- مزار پر لويه لار مشکل نه لرو خو د بغلان- کندوز لار کې چې مشکلات دي، د هغه لپاره مو عمليات پيل کړي دي.))
بل لور ته د پلخمري ښار د بلاکونو سيمې اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وويل چې له لسو ورځو وروسته د پلخمري-مزار لويه لار د مسافرينو پرمخ پرانستل شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن