ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا خلک د مخابراتي شبکو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

د پکتيا خلک د مخابراتي شبکو له ټیټ کیفیته شکایت کوي

author avatar
11 Sep 2019 - 16:30
د پکتيا خلک د مخابراتي شبکو له ټیټ کیفیته شکایت کوي
author avatar
11 Sep 2019 - 16:30

ګردېز (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨): د پکتيا خلک شکايت کوي چې په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو مکالماتي او انټرنېټي پوښـښ کم او خورا پر ټيټ کيفيت دی.

دوی وايي، لګښت يې ډېر کېږي، خو په بدل کې يې ورته لازم خدمتونه نه وړاندې کېږي او نه يې ستونزې حل شوې دي.

په دې اړه د ګردېز اوسېدونکي محمد هارون شادان د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خلک له مخابراتي ستونزو سخت په تنګ شوي او ځيني مهال ان عادي ټيلېفوني اړيکه په يو ساعت کې هم نه ټينګېږي.

شادان وويل: ((انټرنېټي او مکالماتي خدمتونه بايد ښه شي، که د هرې شبکې وي، بايد سم کار وکړي. کرېډېټ خوري، مصارف يې ډېر دي، خو غږ سم نه ځي، مشکل يې ډېر زيات دی.))

د ګردېز ښار د پوهنتون مېنې یو اوسېدونکی واحدګل هاشمي نيوکه کوي چې ان د ښار په داخل او شاوخوا سيمو کې د شپې له خوا په اسانۍ اړيکه نه شي نيول کېدای او د دې ستونزې ژر حل غواړي.

هاشمي وويل: ((په پکتيا کې مخابراتي پوښښ، هغه که غږيز او که انټرنېټي خدمتونه دي، ډېر زيات خراب دي؛ مطلب د غږ لېږد، رالېږد نه پرې کېږي، په ايمېل کې يو عادي عکس ځيني وخت په ساعت کې هم نه لېږل کېږي، موږ د ځوان په حيث دا ستونزه له اترا سره هم شريکه کړې، خو تر اوسه يې د حل په برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.))

د څمکنيو ولسوالي اوسېدونکی رازمحمد باوري وايي چې په ختيځو ډېری ولسواليو کې مخابراتي پوښـښ کم او کمزوری دی او خلک اړ دي چې د اړيکې ټينګولو لپاره بلې سیمې ته ولاړ شي او يو لوړ ځای ته وخېژي.

باوري پژواک ته وويل: ((مخابراتي شبکې ډېرې ستونزې لري، د دوی خدمات وخت، ناوخت په ټپه درېږي، خلک سخت په تنګ دي، مصرف کېږي خو خبرې نه کېږي او ضرورت نه پوره کېږي.))

همدارنګه د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت الله هېوادمل وايي چې مخابرات د هېواد د تېرو شاوخوا اتلس کلونو لويه لاسته راوړنه او ډېره پرمختګ لرونکې برخه يادېږي، خو په خبره يې د خواشينۍ ځای دی چې له ښارونو په لرو سيمو کې مخابراتي خدمتونه په ډېر ناوړه حالت کې دي.

هېوادمل زياته کړه: ((که په پکتيا کې مخابراتي کيفيت و ارزول شي، نو ډېر کمزوری دی، په تېره په ولسواليو کې.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له مسوولينو يې يې د دې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

بل لور ته د پکتيا مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس عبدالله توتاخېل هم د خلکو نيوکه مني، خو وايي چې په دغه ولايت کې يوازې اېم ټي اېن مخابراتي شبکې خدمتونه خراب شوي چې په خبره يې د پکتيا له نيمايي زيات اوسېدونکي د يادې مخابراتي شبکې له خدمتونو ګټه اخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.