ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوه ډاکتر وژل کېدو غبرګون کې د ننګرهار خصوصي روغتيايي مرکزونو خدمتونه درولي

د یوه ډاکتر وژل کېدو غبرګون کې د ننګرهار خصوصي روغتيايي مرکزونو خدمتونه درولي

author avatar
11 Sep 2019 - 14:56
د یوه ډاکتر وژل کېدو غبرګون کې د ننګرهار خصوصي روغتيايي مرکزونو خدمتونه درولي
author avatar
11 Sep 2019 - 14:56

جلال اباد (پژواک، ٢٠ وږی ۹۸): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې له تېرو دوو ورځو راهيسې د يو ډاکتر وژل کېدو په غبرګون خصوصي روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.

دوی وايي، امنيتي ګواښونه ورته زيات شوي، هره ورځ روغتيايي کارمندان ګواښل کېږي، د کورنۍ غړي يې تښتول کېږي او حتی د مرګ تر بريده رسېږي.

تر ټولو وروستۍ پېښه د تېرې سه شنبې په شپه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند په انګور باغ سيمه کې د ډاکټر نوروز شينواري په نوم د هډوکو د يوه مشهور ډاکټر پر موټر د نښلول شوي ماين چاودنه وه چې هغه په کې ووژل شو او دوه لارويان ټپيان شول.

له دې پېښې وروسته له پرون راهيسې د جلال اباد ښار روغتيايي کارکوونکو خپل روغتيايي مرکزونه تړلي او د دوی پر وړاندې د پرتو امنيتي ننګونو د مخنيوي غوښتنه کوي.

بلخوا عام خلک وايي، د روغتيايي مرکزونو تړل کېدو ورته ستونزې جوړې کړې او ډېر ناروغان له تېرو دوو ورځو راهيسې ډاکټرانو ته په تمه دي خو درملنه يې نه کېږي.

د ننګرهار د روغتيايي خدماتو او درمل پلورونکو اتحاديې مشر ډاکتر نجيب الله صاحبزاده د وږي په ٢٠مه پژواک اژانس دوی له پرون راهیسې د ډاکټر نوروز شينواري د وژل کېدو په غبرګون کاربنديز کړی دی.

هغه وايي، تر هغه به روغتيايي مرکزونه تړلي وي، څو د دوی د امنيت خوندي کېدو ډاډ نه وي ورکړل شوی.

د ده په وينا، هره ورځ ډاکټران  او د روغتيا برخې نور کارکوونکي ګواښل کېږي، پيسې ترې غوښتل کېږي، د کورنۍ غړي او خپله ډاکتران تښتول کېږي، معاينه خانې او درملتونونه يې پر بمونو الوځول کېږي او حتی د وژل کېدو پېښې هم رامنځته شوې دي.

محمد شعيب د جلال اباد په ښار کې درملتون لري؛ دی وايي، په ځلونو يې خپل غږ تر ولايتي ادارې او امنيتي چارواکو رسولی خو چا يې غږ نه دی اورېدلی او ستونزه يې نه ده حل شوې.

عام خلک وايي، له پرون راهيسې ناروغان په سخت تکليف کې دي او له ولسواليو راغلي ناروغان د ډاکترانو په تمه دي خو ډاکتران خپلو کتنځايونو ته نه حاضرېږي.

وجيه الله د دره نور له ولسوالۍ خپله ناروغه مور جلال اباد ښار ته د درملنې په موخه راوستلې ده.

دی وايي، پرون راغلی او تر ننه انتظار کوي چې کوم ډاکټر راشي او د دوی درملنه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.