ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: اوس هم په افغانستان کې د ترهګرۍ ګډ ګواښ شته

ولسمشر: اوس هم په افغانستان کې د ترهګرۍ ګډ ګواښ شته

author avatar
11 Sep 2019 - 19:01
ولسمشر: اوس هم په افغانستان کې د ترهګرۍ ګډ ګواښ شته
author avatar
11 Sep 2019 - 19:01

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨) : ولسمشر غني پر امريکا د ستمبر د يوولسمې د بريدونو د کاليزې په مناسبت  وايي  چې افغانستان د امريکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې په ملاتړ له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار  لري ، خو اوس هم دا ګډ ګواښ موجود دى.

د ٢٠٠١ زېږديز کال  د ستمبر  په  ١١ مه پر امريکا د الوتکو په وسيله بريدونه شوي وو چې له امله يې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

امريکا ددې بريدونو مسووليت پړه پر القاعدې  ډلې واچوله او له افغان طالبانو چې په افغانستان کې يې واکمني وه، وغوښتل  چې د القاعدې مشران ورته وسپاري، خو طالبانو انکار وکړ.

د طالبانو تر انکار وروسته امريکا په افغانستان کې دالقاعدې او طالبانو پر ضد عمليات پيل کړل چې دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ له خوا د وږي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د  سپټمبر ۱۱ مه د بشریت په ځانګړي ډول د امریکا په تاریخ کې د عطف نقطه ګڼل کېږي چې القاعده ډله د لویو ترهګريزو بریدونو په ترسره کولو سره د هغه نړیوال بوږنوونکي جنایت مرتکب شوه چې نږدې ۳۰۰۰ امریکایي وګړي یې قرباني کړل، دغه راز يې زرګونه تنه ټپیان او د امریکا خلکو ته یې میلیاردونه ډالر مالي زیان ورواړاوه.

ولسمشر اشرف غني ددې ورځې په مناسبت ويلي: «افغان دولت د نړیوالې ټولنې د مسوولې کورنۍ د يوه غړي په توګه د سپټمبر د یوولسمې د اتلسمې کالیزې په مناسبت خپل د تسلیت او همدردۍ مراتب د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو، د امریکا ملت او دولت ته وړاندې کوي».

په خبرپاڼه کې راغلي : (( د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د طالبانو ډلې زموږ د هیواد ستره برخه اشغال کړې وه او افغانستان دالقاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن په شمول د نړیوالو ترهګريزو شبکو د حضور لپاره په امن پټنځای بدل شوی و. ))

ولسمشر غني زياته کړه: «که څه هم چې د افغانستان حکومت په تېرو اتلسو کلونو کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د نړیوالې ټولنې په ملاتړ له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار  لري او د سیمې او نړۍ د امنیت د دفاع په خاطر یې سترې قربانۍ ورکړې دي، خو تراوسه هم ګډ ګواښ موجود دی او دغه ډلې هڅه کوي چې زموږ هیواد په خپل امن پناه ځای بدل کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.