ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ خپل د ملي امنيت سلاکار له دندې ګوښه کړ

ټرمپ خپل د ملي امنيت سلاکار له دندې ګوښه کړ

author avatar
11 Sep 2019 - 12:00
ټرمپ خپل د ملي امنيت سلاکار له دندې ګوښه کړ
author avatar
11 Sep 2019 - 12:00

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل حکومت د ملي امنيت سلاکار له دې امله له دندې ګوښه کړى چې ده ته يې ناسمې مشورې ورکولې.

ټرمپ پرون په خپله ټويټرپاڼه کې اعلان وکړ چې د ملي امنيت سلاکار جان بولټن يې له دندې لرې کړی دی.

هغه زياته کړې چې نور په سپينه ماڼۍ کې د جان بولټن خدمتونو ته اړتيا نشته.

ټرمپ په دې اړه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي: ((تېره شپه مې جان بولټن ته خبر ورکړ چې نور په سپينه ماڼۍ کې د ده خدماتو ته اړتیا نشته، زه د نوموړي له ډېرو مشورو راضي نه وم او په اداره کې نور خلک هم ورسره سلا نه وو.))

نوموړي ويلي چې له بولټن څخه یې استعفا غوښتې وه او هغه ورته لېږلې ده.

له دې سره همهاله جان بولټن هم په دې اړه غبرګون ښودلی او په خپل ټويټر کې يې ليکلي چې دی له دندې لرې شوی نه دی، بلکې په خپله يې استعفا کړې ده.

خو ټرمپ بيا ادعا کړې چې له بولټن يې د استعفا غوښتنه کړې وه.

د راپورونو له مخې، جان بولټن د امريکا د بهرني سياست په ځينو مواردو کې له ولسمشر ټرمپ سره اختلافات درلودل، په ځانګړې توګه د افغانستان سولې په اړه چې څو ځلې يې پر يادې پروسې د نيوکې ترڅنګ اعتراض هم کړی و او په ياده مسئله کې يې ځان څنګ ته شوی بللی و.

دغه راز نوموړي د ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې مخالفت هم کړی چې له مخې به يې زرګونه امريکايي سرتېري له افغانستان وځي.

د راپورونو له مخې، بولټن د ايران په مسئله کې هم د ولسمشر ټرمپ له ځينو پرېکړو او تګلارو سره سخت مخالفت ښودلى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.