ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي په تخار کې د ۴۰ وسله والو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

چارواکي په تخار کې د ۴۰ وسله والو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
11 Sep 2019 - 11:51
چارواکي په تخار کې د ۴۰ وسله والو طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
11 Sep 2019 - 11:51

تالقان (پژواک، ٢٠ وږى ٩٨): د تخار حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په دوو ولسواليو کې ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د تخار د والي وياند جواد هجري د وږي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو په درقد او خواجه بهاءالدين ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر مرکزونو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو پر مهال د پنځو ډلمشرانو په ګډون ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان شوي، وسلې او تجهيزات يې له منځه تللي دي.

هجري زياتوي چې امنيتي ځواکونه به ډېر ژر د ينګي کلا او درقد ولسواليو د بېرته نيولو لپاره هم عمليات ترسره کړي.

هغه زياته کړه: ((مرستندوی ځواکونه تخار ته رسېدلي او د طالبانو پر وړاندې به ډېر ژر عمليات پيل کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو وسله والو طالبانو د تخار درقد او ينګي کلا ولسوالۍ نيولې دي.

دغه راز د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير هم پژواک ته وويل چې په خواجه بهاءالدين او درقد ولسواليو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ده زياته کړه: ((اول پرې هوايي بريدونه شوي څو دوى کمزوري شي او اوس به پرې پراخ پوځي عمليات پيل شي.))

خو د خواجه بهاءالدين ولسوالۍ اوسېدونکي لطيف بيا پژواک ته وويل چې تېره شپه د ولسوالۍ په بازار کې سخته جګړه شوې ده.

هغه وايي: ((طالبانو بېګاه څو پوستې نيولې دي، اوس جګړه نشته خو ډېر امکان شته چې وروسته بيا جګړه پيل شي.))

په ورته وخت کې د تخار ولايتي شورا منشي اعظم فضلي پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

فضلي وويل چې د خواجه بهاءالدين او خواجه غار ولسواليو وضعيت هم ښه نه دى که چېرې جدي پاملرنه ورته ونه شي، امکان لري سقوط وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.