ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د دوه کلونو په تېرېدو لا هم د ګردېز د حلقوي سړک کار نه دی پيل شوی”

“د دوه کلونو په تېرېدو لا هم د ګردېز د حلقوي سړک کار نه دی پيل شوی”

author avatar
12 Sep 2019 - 12:16
“د دوه کلونو په تېرېدو لا هم د ګردېز د حلقوي سړک کار نه دی پيل شوی”
author avatar
12 Sep 2019 - 12:16

ګردېز (پژواک، ٢١ وږى ٩٨): د پکتيا د ولايتي شورا غړي او اوسېدونکي وايي چې د شاوخوا دوه کلونو په تېرېدو لا هم د ګردېز د حلقوي سړک کار نه دی پيل شوی او په دغه برخه کې ژمنو حقيقت نه درلود.

د ۱۳۹۶ کال د لړم مياشتې په ۲۶ نېټه د پکتيا والي د ګردېز حلقوي سړک د سروې پرانېسته کړې وه او ويلي يې و چې په درې مياشتې کې د سروې له بشپړېدو سره سم به د دې لويې پروژې کارونه پيل شي خو تر اوسه نه دي پيل شوي.

په دې اړه د پکتيا ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دروغجنې ژمنې د کمزورې حکومتولۍ نښه ده او له دې امله د خلکو او دولت تر منځ بې باوري او واټن رامنځته شوی دی.

غروال وویل: ((ښاري پراختيا ډېره اړينه ده، هغه بيروبار چې اوس په ښار کې دی او د ناامنۍ سبب هم کيږي، نو بايد د حلقوي سړک کار په خپل وخت پيل شوى واى او په خپل وخت پاى ته رسېدلى واى.))

د ولايتي شورا بل غړی محمدرحمن قادري ياد سړک د ګردېز ښار د اقتصادي او ښاري پراختيا او امنيت لپاره خورا اړين بولي او ټينګار کوي چې مسوولين بايد د پرانېستل شويو پروژو د کارونو د نه پيل په اړه خلکو ته ځواب ووايي.

قادري زياته کړه:(( په دې کې نه يوازې د فوايد عامې رياست، بلکې د پکتيا رهبري هم غافله حسابيږي چې ولې يې دا کار تعقيب کړی نه دی او د مسوولې مرجع څخه يې پوښتنه نه ده کړې.))

دغه راز مدني فعال بلال معروف وايي چې اړوندې ادارې بايد د پروژې تر پرانيستو مخکې د هغه د عملي کولو لپاره بوديجه منظوره او ټول تدابير ونيسي او تر هغه وروسته له ځنډ پرته کار پرې وکړي.

معروف وويل: ((موږ د دې شاهدان و، چې دوی وعده کړې وه چې په درې مياشتو کې به يې سروې بشپړيږي، خو زه اوس د دې شاهد يم چې له تېرې څخه پر رباط باندې د تېرېدونکي سړک سروې بشپړه شوې نه ده او رياست څو ورځې وړاندې د دې غوښتنه کوله چې د سروې په بشپړولو کې دې ور سره مرسته وشي.))

د ګردېز اوسېدونکی عبدالله احمدزی وايي، خلک د حلقوي سړک په پرانيسته خوښ و، چې د ډېرو خلکو پر ژوند به مثبت اقتصادي اغېز وکړي، خو په خبره يې د چارو نه پيل يې ناهيلي کړي دي.

احمدزي وويل:((د ګردېز پر حلقوي سړک کار نه دی پيل شوی. له دې امله موږ سخته نيوکه لرو او پر ټولو مسوولو ادارو غږ کوو چې پر دې کار وکړي، که نه موږ به مجبور شو چې په دې اړه هم لارو ته راووځو.))

د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د پکتيا والي شميم خان کټوازی پژواک ته وويل چې هغه مهال يې يوازې د سړک د سروې پرانيسته کړې وه چې دوه برخې يې بشپړې شوي او د يوې برخې کارونه يې لا هم د ځينو امنيتي ستونزو لا امله پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.