ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دانش: د ټاکنو ځنډول او د موقت حکومت رامنځته کول هېواد سولې ته نه شي رسولى

دانش: د ټاکنو ځنډول او د موقت حکومت رامنځته کول هېواد سولې ته نه شي رسولى

author avatar
12 Sep 2019 - 16:08
دانش: د ټاکنو ځنډول او د موقت حکومت رامنځته کول هېواد سولې ته نه شي رسولى
author avatar
12 Sep 2019 - 16:08

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۹۸): د ولسمشر دویم مرستیال پر خپل وخت د ټاکنو په تر سره کېدو ټينکار کوي او وایي چې حکومت د جهموریت په چوکاټ کې سوله غواړي.

دغه څرګندونې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن په کابل کې د ژنیوا کنوانسیون د اويايمې کاليزې په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

دانش وويل چې وسله وال طالبان په قصدي ډول پر ملکي وګړو بريدونه کوي له موټرو يې ښکته کوي او شکنجه کوي يې.

ده زياته کړه چې وسله وال طالبان د داسې کړنو په ترسره کولو سره غواړي پر خلکو فشار راوړي او د حکومت او خلکو تر منځ بې باوري زیاته کړي.

دى وايي: ((وسله وال طالبان پر خپلو ژمنو نه دي ولاړ او دوى د جګړو له لارې غواړي امارت رامنځته کړي.))

د دانش په وينا، د طالبانو همدا کړنې د دې لامل شوې چې امریکا له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکرات بند کړي.

د روانې اوونۍ په پيل کې د امريکا او طالبانو د استازو ترمنځ له نهم پړاو خبرو وروسته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې هېواد يې له طالبانو سره د سولې خبرې درولې دي.

هغه وويل چې طالبان له يوې خوا د سولې مذاکرات کوي او له بلې خو  بريدونه کوي.

سرور دانش دا هم وويل چې حکومت د سولې له پروسې ملاټر کوي، خو لومړى باید اوربند وشي، ترڅو تاوتريخوالى کم شي.

ده زياته کړه: ((حکومت سوله غواړي، له ټاکنو وروسته او د جمهوريت په چوکاټ کې.))

دانش وايي چې د سولې خبرې بايد د حکومت او طالبانو ترمنځ ترسره شي او په دې برخه کې بايد هېڅ هم پټ پاتې نه شي، ترڅو د خلکو په خوښه سوله رامنځته شي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر وسله والو طالبانو فشار راوړي، ترڅو د بشري حقونو ټولو قوانینو ته احترام وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.