ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د واغظ ولسوالۍ اوسېدونکي په خپل لګښت کلينيک جوړوي

د غزني د واغظ ولسوالۍ اوسېدونکي په خپل لګښت کلينيک جوړوي

author avatar
12 Sep 2019 - 18:01
د غزني د واغظ ولسوالۍ اوسېدونکي په خپل لګښت کلينيک جوړوي
author avatar
12 Sep 2019 - 18:01

غزني ښار (پژواک، ٢١ وږى ٩٨): په غزني ولايت کې د ٤٢ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې پاى ته ورسېدې او د يوه کلينيک د جوړېدو چارې پيل شوې.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اندړو ولسوالۍ په سردارکلا کې د ٣٥ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

هغه وايي چې دغه ښوونځى ١١درسي خونې،احاطوي ديوال، تشنابونه د اوبو څاه، ميز او څوکۍ لري.

په دې اړه د سردار کلا يوه اوسېدونکي عبدالخالق پژواک ته وويل: ((مخکې موږ دلته مکتب درلوده، خو ودانۍ يې نه درلوده، د شاګردانو درسونه هم بې ټايمه وو خو اوس ښه شو چې دغه ودانۍ جوړه شوه، هرڅه به سم شي.))

د دې سيمې يو بل اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې د پوهنې اړوند چارواکي بايد زده کوونکو ته کتابونه او نور درسي مواد هم پر خپل وخت ورکړي.

د غزني د پوهنې رياست چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

همدرانګه د يو بل خبر له مخې، د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د خلکو له لوري کلينيک ته ودانۍ جوړيږي.

د يادې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې دغه کلينيک د رڼاخېلو په سيمه کې د اووه ميليونه افغانيو په لګښت جوړيږي.

هغه وايي: ((دغه روغتيايي مرکز په څلور جريبه ځمکه کې جوړيږي چې پيسې او ځمکه يې دواړه د خلکو له لوري ورکول شوي دي.))

بل لورته د غزني روغتيايي مسوولين د دغه کار هرکلى کوي.

په دې اړه د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکټر ظاهر شاه نيکمل پژواک ته وويل چې د نورو سيمو خلک هم بايد ورته کارونه ترسره کړي او ترڅو په دغه برخه کې له حکومت سره  مرسته شوې وي.

د يادونې ده چې غزني د هېواد د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې د ١٨ ولسواليو له ډلې يې په ١٤ ولسواليو کې زياتره مهال جګړه وي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.