ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې سږکال د ګوزڼ اتمه مثبته پېښه ثبت شوه

په اروزګان کې سږکال د ګوزڼ اتمه مثبته پېښه ثبت شوه

author avatar
12 Sep 2019 - 11:44
په اروزګان کې سږکال د ګوزڼ اتمه مثبته پېښه ثبت شوه
author avatar
12 Sep 2019 - 11:44

ترينکوټ (پژواک، ٢١ وږى ٩٨) : د اروزګان د روغتيايي چارو مسوولين وايي چې په دغه  ولايت کې د روان کال پر مهال د ګوزڼ اتمه پېښه ثبت شوې ده.

ددې ولايت د عامې روغتیا ریاست د واکسین د برخې مسوول سيف الدين بارک د وږي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دګوزڼ پر ناروغۍ اخته شوې  راضيه نومېږي او ١٤ کاله عمر لري.

هغه زياته کړه، چې دغې نجلۍ ته څلور ځلې د پوليو واکسين شوى و، خو په وروستيو کلونو کې له دې واکسين څخه پاتې شوې وه.

بارک  وايي، په دغه ولایت کې د پولیو د پېښو زیاتېدو لامل  له تېر يونم کال راهیسې په سیمه کې د طالبانو له خوا پر واکسين بندېز دی.

له دې نوې پېښې سره  په روان کال کې په دغه ولايت کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېره اتو ته ورسېده، چې څلور پېښې په مرکز ترينکوټ ښار، درې چوره او يوه پېښه په چارچينو ولسواليو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال تر اوسه په ټول هېواد کې د ګوزڼ ١٦ مثبتې پېښې ثبت شوې چې اته يې اروزګان، پنځه هلمند، دوه کندهار او يوه  هم په کونړ ولايت کې ثبت شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.