ترينکوټ (پژواک، ٢١ وږى ٩٨) : د اروزګان د روغتيايي چارو مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د روان کال پر مهال د ګوزڼ اتمه پېښه ثبت شوې ده.
ددې ولايت د عامې روغتیا ریاست د واکسین د برخې مسوول سيف الدين بارک د وږي په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دګوزڼ پر ناروغۍ اخته شوې راضيه نومېږي او ١٤ کاله عمر لري.
هغه زياته کړه، چې دغې نجلۍ ته څلور ځلې د پوليو واکسين شوى و، خو په وروستيو کلونو کې له دې واکسين څخه پاتې شوې وه.
بارک وايي، په دغه ولایت کې د پولیو د پېښو زیاتېدو لامل له تېر يونم کال راهیسې په سیمه کې د طالبانو له خوا پر واکسين بندېز دی.
له دې نوې پېښې سره په روان کال کې په دغه ولايت کې د ګوزڼ د مثبتو پېښو شمېره اتو ته ورسېده، چې څلور پېښې په مرکز ترينکوټ ښار، درې چوره او يوه پېښه په چارچينو ولسواليو کې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال تر اوسه په ټول هېواد کې د ګوزڼ ١٦ مثبتې پېښې ثبت شوې چې اته يې اروزګان، پنځه هلمند، دوه کندهار او يوه هم په کونړ ولايت کې ثبت شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن