ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د کومانډو ځواکونو له قطعې سره چاودنې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل کې د کومانډو ځواکونو له قطعې سره چاودنې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
12 Sep 2019 - 13:54
کابل کې د کومانډو ځواکونو له قطعې سره چاودنې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
12 Sep 2019 - 13:54

 دويم تعقيب -کابل (پژواک، ٢١ وږى ٩٨): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کابل په چهاراسياب ولسوالۍ کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو په نظام قراول کې د موټر بم بريد په ترڅ کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته نږدې يوه بجه رامنځته شوې ده.

د رحيمي په خبره، يوه ځانمرګي بريدګر د مارسيډيز موټر په وسيله د کومانډو ځواکونو د قطعې په نظام قراول چې د چهاراسياب ولسوالۍ اړوند د ريشخورو په سيمه کې موقعيت لري، بريد کړى دى.

وسله والو طالبانو ددې بريد مسووليت منلى دى .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دغه بريد يې د موټر په وسيله کړى او لسګونو کومانډو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده . 

 له بلې خوا ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې نن غرمه يوه ځانمرګي بريدګر د مارسيډيز موټر په وسيله د ځانګړو عملياتو د قول اردو  په نظام قراول کې بريد کړى چې په دې بريد کې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.