ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي مسوولين: د کابل- شمال پر لویو لار رامنځته شوي امنیتي خنډونه له منځه تللي

امنيتي مسوولين: د کابل- شمال پر لویو لار رامنځته شوي امنیتي خنډونه له منځه تللي

author avatar
13 Sep 2019 - 17:11
امنيتي مسوولين: د کابل- شمال پر لویو لار رامنځته شوي امنیتي خنډونه له منځه تللي
author avatar
13 Sep 2019 - 17:11

پلخمري (پژواک ٢٢وږی ٩٨): امنیتي مسوولین وایي، په بغلان کې یې د کابل- شمال پر لویو لارو د وسله والو طالبانو له لوري رامنځته شوي ټول امنیتي خنډونه له منځه وړي او یاده لویه لار د ټولو ترافیکو پرمخ خلاصه ده.

مسوولینو دغه څرګندونې، نن له غرمې وروسته پلخمري کې خبریالانو ته وکړې.

د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد فرید احمدي وویل، په بغلان کې د وړمې شپې او تېرې ورځې ترسره شویو هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د کابل- شمال لویه لار د ټولو کسانو پرمخ خلاصه کړې، دولتي او ملکي ټول موټر کولای شي پر دغه لویه لار سفر وکړي.

ده زياته کړه، عملیات اوس هم دوام لري او دغه لړۍ به تر ټاکنو ادامه پيدا کړي.

د بغلان امنیې قوماندان سمونوال نیازمحمد نیازمن وویل، بغلان ته د راغلو ګډو امنیتي ځواکونو له خوا په ترسره شویو ګډو عملیاتو کې د کابل- شمال لویه لار چې د طالبانو له خوا پرې امنیتي خنډونه رامنځته شوي وو، له منځه وړي دي.

د هغه په وينا، د طالبانو له لوري سوځول شویو امنیتي پوستو کې یې تازه سرتېري ځاى پرځای کړي چې د لارو امنیت خوندي کړي.

خو د ډنډغوري یوه اوسېدونکي چې نه غواړي نوم یې خپور شي، شېبه وړاندې (مازيګر مهال) پژواک ته وویل، وسله والو طالبانو شاوخوا یو ساعت مخکې د پلخمري اړوند چشمه شیر ښارګوټي ته څېرمه عمومي سرک ته را پورته شوي او له حیرتان بندره کابل ته تلونکي د تېلو ډک ټانکر ته یې اور ورته کړ.

هغه وایي، د افغان ځواکونو له خوا د ټانکر ژغورنې په دغې جګړه کې سیمې ته نږدې د کور یوه ماشومه هم ټپي شوې ده.

بلخوا د پلخمري- کندوز ترمنځ موټرچلوونکی عبدالرووف وایي، د پلخمري- کندوز لویه لار د مرکزي بغلان ولسوالۍ تر زاړه ښاره خلاصه ده، خو له هغې اخوا تر جرخشک سیمې وسله وال طالبان لا هم د سړک واک په لاس کې لري او موټرو کې دولتي کسان پلټي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.