ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په شل اووریزه نړیواله لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ په شل اووریزه نړیواله لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

author avatar
14 Sep 2019 - 20:41
افغانستان د کرکټ په شل اووریزه نړیواله لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه
author avatar
14 Sep 2019 - 20:41

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۹۸) : افغانستان د کرکټ په یوه شل اووریزه نړیواله لوبه کې زمبابوې ته د ۲۸ منډو په توپیر سره ورکړه.

د افغانستان زمبابوې او بنګله دیش ترمنځ د کرکټ د شل اووریزو لوبو درې اړخیزه سیالۍ د وږي په ۲۳مه، د بنګله دیش په کوربه توب ددغه هیواد په پلازمینه ډاکې ښار کې پیل شوې دي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپ وهلو بلنه ورکړه.

افغانستان د محمد نبي او نجیب ځدراڼ د په زړه پورې لوبې له امله ۱۹۷ منډې جوړې او زمبابوې ته یې د ۱۹۸ منډو هدف ورکړ.

د ملي لوبډلې له لوري نجیب ځدراڼ په ۳۰ توپونو ۶۹ منډې جوړې کړې،  هغه شپږ شپږیزې او پنځه څلوریزې ووهلې، دغه راز محمد نبي د څلورو شپږیزو پر مټ ۳۸، او رحمان الله ګربز۴۳ د پام وړ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۶۹ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۲۸ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري  راشد خان او فرید احمد دوه دوه، کریم جنت او ګلبدین نایب یو یو لوبغاړی وسوځولو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.