پل علم (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ١٤ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي جوړېدو چارې پاى ته ورسېدې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د لوګر د پوهنې رييس عبدالوکيل کليوال د اړوندې موضوع په اړه جوړو شوو مراسمو ته وويل چې د محمداغې ولسوالۍ د شهيد محمد سليم لعل ستانکزي ښوونځي لپاره د څه باندې ١٤ ميليونه افغانيو په لګښت ودانۍ جوړه شوه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځى اته درسي خونې، څلور اداري خونې، لابراتوار، کتابتون، مېز، چوکۍ او نور ملحقات لري.
د هغه په وينا، د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړولو مالي لګښت له ولايتي بودجي ورکړل شوى چې چارې يې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.
ده زياته کړه: ((دغه ښوونځى د ٤٨٠ کسانو لپاره جوړ شوى خو اوس په کې ٣٤٣ زده کوونکي زده کړې کوي.))
په ورته وخت کې د دغه ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکي زاهدالله پژواک ته وويل چې له دې وړاندې دوى په خېمه کې زده کړې کولې.
دى وايي: ((مکتب و، خو صنفونه نه وو، خېمه کې مو درس وایه، د باران او باد په ورځو کې به مکتب رخصت و.))
د لوګر د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په محمد اغې ولسوالۍ ټولټال ٦٤ ښوونځي دي چې د روان کال په اوږدو کې به يې ٣٩ ته ودانۍ جوړې شي.
د يادونې ده، د شهيد محمد سليم لعل ستانکزي ښوونځى په ١٣٨٨ کال تاسيس شوى خو تر اوسه يې ودانۍ نه درلوده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن