ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ډاکترانو کاربنديز په مشروط ډول پای ته ورسېد

ننګرهار کې د ډاکترانو کاربنديز په مشروط ډول پای ته ورسېد

author avatar
14 Sep 2019 - 16:52
ننګرهار کې د ډاکترانو کاربنديز په مشروط ډول پای ته ورسېد
author avatar
14 Sep 2019 - 16:52

جلال اباد (پژواک، ۲۳ وږی ۹۸): په ننګرهار کې د خصوصي سکټور ډاکترانو کاربنديز له څلورو ورځو وروسته په مشروط ډول پای ته ورسېد.

د جلال اباد ښار ډاکترانو د تېرې سې شنبې په شپه د جلال اباد په مربوطاتو کې د ماین چاودنه کې د ډاکتر نوروز شينواري په نوم د يو ډاکتر له وژل کېدو وروسته کاربنديز وکړ.

ډاکتران وايي، امنيتي ګواښونه ورته زيات شوي، هره ورځ روغتيايي کارکوونکي ګواښل کېږي، د کورنۍ غړي يې تښتول کېږي او حتی د مرګ تر بريده رسېږي.

په ننګرهار کې د ډاکترانو اتحاديې مشر ډاکتر ايمل ذکي د وږي په ۲۳مه رسنيو ته وويل، دوی د عامې روغتيا وزارت د يو پلاوي په منځګړتوب خپل کاربنديز په مشروط ډول پای ته ورساوه.

هغه زياته کړه، دوی خپلې غوښتنې له ياد پلاوي سره شريکې کړې او که عملي نه شي، نو بېرته به کار بنديز پيل کړي.

په ننګرهار کې د درمليزو خدماتو اتحاديې مشر ډاکتر نجيب الله صاحبزاده پژواک خبرى اژانس ته وويل چې هره ورځ ډاکتران  او د روغتيا برخې نور کارکوونکي ګواښل کېږي، پيسې ترې غوښتل کېږي، د کورنۍ غړي او خپله ډاکتران تښتول کېږي، معاينه خانې او درملتونونه يې پر بمونو الوځول کېږي او حتی د وژل کېدو پېښې هم رامنځته شوې دي.

دی وايي، دا چاره له تېرو درېیو کلونو راهيسې روانه ده چې له امله يې يو شمېر ډاکتران او د هغوی د کورنۍ غړي وژل شوي، لسګونه تښتول شوي او سلګونه نور تهديد شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، د عامې روغتيا وزارت مرستیال ډاکتر فدامحمد پيکان د يوه پلاوي په مشرۍ دغه ولايت ته ورغلی، له ډاکترانو سره يې ليدلي او د هغوی د کاربنديز پای ته رسېدلی دی.

دی زياتوي، ياد پلاوي د ننګرهار له والي سره په ليدنه کې د روغتیا پالو پر وړاندې د شته ستونزو پر حل لارو، له مرکز سره د دوی اړوند شریکو شوو معلوماتو او پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د ننګرهار د والي په وړانديز او د ملي امنيت شورا په همغږۍ ډاکټران د نن ورځې په اوږدو کې د ويډيو کنفرانس له لارې خپلې ستونزې د حل په موخه له ولسمشر سره شريکې کړي.

د ننګرهار ډاکترانو څو ځلې مخکې هم د دوی پر وړاندې د پرتو امنيتي ګواښونو له امله کاربنديزونه کړي خو دغه ځل يې خپل کاربنديز وغځاوه چې ګڼو ناروغانو ته يې ستونزې رامنځته کړې وې.

ډاکترانو ګواښ کړی و، که له مرکزه يو پلاوی ور ونه لېږل شي او ستونزې يې وانه ورېدل شي، نو نن د ورځې په اوږدو کې به دولتي روغتيايي مرکزونه هم وتړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.