ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې داسامه د زوې وژل کیدل تایید کړل

ټرمپ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې داسامه د زوې وژل کیدل تایید کړل

author avatar
14 Sep 2019 - 20:54
ټرمپ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې داسامه د زوې وژل کیدل تایید کړل
author avatar
14 Sep 2019 - 20:54

کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۹۸) :  دامریکا ولسمشر ډونالډ منلې ده، چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه د ډیورنډ کرښې په اوږودو کې وژل شوی دی.

تر دې څو میاشتې امریکایي استخباراتو د حمزه بن لادن دوژل کیدو خبر ورکړی و، چې د مهمو چارواکو لخوا نه و تایید شوی.

اوس امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د  ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حمزه بن لادن دوژل کیدو تایید کړی دی.

په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې داسامه بن لادن زوی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دامریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا وژل شوی دی.

خو سرچینې د هغه د وژل کیدو  کره نیټه او ځای نه دی په ډاګه کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حمزه بن لادن وژل کیدو سره د القاعده وسله والو ډلې فعالیتونه کمزوري شوي دي.

تر دې مخکې امریکا حمزه بن لادن نړیوال ترهګر او دهغه پر سر یې د یو میلیون ډالرو انعام اعلان کړی و.

د القاعدې پخوانی مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې د ځانګړو امریکایي ځواکونو لخوا وژل شوی و.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.