ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د جګړې له امله د وارداتي برېښنا مزی پرې شوی

بغلان کې د جګړې له امله د وارداتي برېښنا مزی پرې شوی

author avatar
14 Sep 2019 - 17:07
بغلان کې د جګړې له امله د وارداتي برېښنا مزی پرې شوی
author avatar
14 Sep 2019 - 17:07

پلخمري (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د برېښنا شرکت مسوولين وايي چې په بغلان ولايت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې له امله د وارداتي برېښنا مزى پرې شوى دى.

د برېښنا شرکت عمومي رياست د وږي په ٢٣مه د يوې اعلاميي په خپرولو سره ويلي چې نن شاوخوا دوه بجې د بغلان په ډنډ شهاب الدين سيمه کې د جګړې له امله د ازبکستان د وارداتي برېښنا مزى پرې شوى دى.

خبرپاڼه کې راغلي: ((د افغانستان برېښنا شرکت فني او تخنیکي ټیم چمتو دی څو په سیمه کې د کاري زمینې له برابرېدو سره سم پرې شوي مزی بېرته وتړي.))

دغه راز د بغلان د برېښنا رياست سرپرست انجنير عبدالاول هم د برېښنا د مزي پرېکېدو مسئله تاييد کړه او ويې ويل چې دغه سيمه د طالبانو په کنټرول کې ده.

هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم وسله والو طالبانو څو ځلې په بغلان کې د برېښنا مزي پرې کړي دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان له ۱۳۰۰ تر ۱۴۰۰ ميګاواټه برېښنا لري چې شاوخوا اتيا سلنه يې وارداتي ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.