جلال اباد (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله د دوو ترافيک پولیسو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د ښار د اوومې حوزې اړوند د سره رود په دوسرکه کې وشوه.
هغه زياته کړه چې هلته د يو نوي جوړېدونکي سړک تر جغل لاندې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى شوي وو چې د چاودنې له امله يې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
خوږيانى وايي چې په ټپيانو کې دوه ترافيک پولیس او درې ملکي وګړي شامل دي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د والي وياند وويل چې د ټپیانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن