کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د ملي دفاع وزارت وايي چې په افغانستان کې د داعش ډلې مطبوعاتو مسوول په يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى.
د ياد وزارت له خوا د وږي په ٢٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوايي بريد تېره ورځ ناوخته د ننګرهار په خوګياڼيو ولسوالۍ کې ترسره شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې په افغانستان کې د داعش ډلې مطبوعاتو مسوول حسن پنجابي وژل شوى دى.
د ملي دفاع وزارت ويلي چې حسن د ټولنيزو شبکو له لارې د داعش ليکو ته د کسانو د جلب او جذب او د تبلیغاتي پيغامونو خپرولو مسوول و.
داعش ډلى تر اوسه په دى اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن