ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان- کندهار لویه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه

د اروزګان- کندهار لویه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه

author avatar
14 Sep 2019 - 12:08
د اروزګان- کندهار لویه لار د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه
author avatar
14 Sep 2019 - 12:08

ترينکوټ (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د اروزګان- کندهار ولايتونو لويه لاره وروسته له یوې اوونۍ بېرته د ترافيکو پر مخ خلاصه شوه.

ياده لاره چې د تېرې جمعې په ورځ وسله والو طالبانو د پولیسو له خوا د کندهار خاکرېز ولسوالۍ د لارې په مقابل کې تړلی وه، نن بېرته خلاصه شوې ده.

د دې لارې د موټرو يوه منشي عبدالرحيم پژواک اژانس ته وويل، طالبانو نن سهار موټر چلوونکو ته ويلي چې نور کولای شي، د کيخې په نوم له عمومي لارې تګ راتګ وکړي.

هغه زياته کړه، کېدای شي چې نن د ورځې په اوږدو کې ګڼ موټر او مسافر پر دې لاره تګ راتګ وکړي.

عبدالرحیم وايي، د لارې له تړل کېدو وروسته يو شمېر ناروغانو او مسافرو د کجور په نوم له فرعي لارې تلل چې نهه ساعته مزل به يې کاوه، په داسې حال کې چې عمومي لاره څلورنيم ساعته ده.

بلخوا د لارې تړل کېدو له امله په ترينکوټ ښار کې د توکو بيې هم دوه برابره لوړې شوې وې.

د ښار يوه اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وویل، مخکې يوه لس لېتره بوشکه غوړي په ۱۱۰۰ کالداري وه، خو دا څو ورځې کېږي چې په ۲۰۰۰ کالدارې شوې وه.

د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي پژواک ته په لېږل شوي پيغام کې ویلي چې دغه عمومي لاره به نن د ټولو خلکو او ترافيکو پر مخ خلاصه وي.

د يادونې ده، دا لاره ډېرى مهال د امنيتي ستونزو له امله بنده وي، حکومت څو ځلې عمليات وکړل، خو تر څو ورځو وروسته لاره به بيا بنده شوه.

حکومتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.