ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د څلورو وروڼو د قضيې څېړلو لپاره د څارنوالى پلاوى بيا جلال اباد ته ځي

د څلورو وروڼو د قضيې څېړلو لپاره د څارنوالى پلاوى بيا جلال اباد ته ځي

author avatar
14 Sep 2019 - 17:09
د څلورو وروڼو د قضيې څېړلو لپاره د څارنوالى پلاوى بيا جلال اباد ته ځي
author avatar
14 Sep 2019 - 17:09

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٨): د افغانستان لويه څارنوالي وايي چې په جلال اباد ښار کې د څلورو وروڼو د وژل کېدو په اړه به يې پلاوى د دويم ځل لپاره د څېړنو لپاره دغه ولایت ته ولاړ شي.

څو ورځې مخکې د ٠٢ قطعې له خوا په جلال اباد ښار کې شپني عمليات ترسره شول چې په ترڅ کې يې د مشرانو جرګې د يوه سلاکار په ګډون څلور وروڼه ځاى پر ځاى ووژل شول.

تر يادې پېښې وروسته د لوىې څارنوالۍ يو پلاوى چې په کې د کورنيو او بهرنيو جرمونو پر وړاندې د مبارزې لوى رييس او نور شامل وو، ننګرهار ولايت ته سفر وکړ.

ياد پلاوى تر خپل لومړنيو څېړنو وروسته بېرته کابل ولاړ او ويې ويل چې نورې پلټنې او څېړنې به هلته کوي.

د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوى پلاوى په خپل لومړني سفر کې د ننګرهار له چارواکو، عيني شاهدانو او د قربانيانو کورنۍ سره ليدلي وو.

هغه زياته کړه چې څېړنې لا اوس هم بشپړې شوې نه دي او ټاکل شوې ده چې د دوى پلاوى د دويم ځل لپاره ننګرهار ولايت ته سفر وکړي.

نوموړي وويل، کله چې څېړنې بشپړې شي، دوى به يې پايلې له خلکو سره شريکې کړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې د والي په جدي غوښتنه د څارنوالى پلاوى له پېښې وروسته ډېر ژر جلال اباد ته سفر وکړ.

هغه زياته کړه چې پلاوي له اړوندو مسوولينو او د زيانمنې کورنۍ له غړو سره وليدل او خپل معلومات يې راټول کړل.

خوږياڼي وويل، که پلاوى بيا راځي ولايتي اداره ورسره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.