د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سږ کال په دایکنډي کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۰۶ قضیې ثبت شوې

ښځې

ارشيف

فيچرونه

ارشيف

سږ کال په دایکنډي کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۰۶ قضیې ثبت شوې

Sep 14, 2019 - 16:42

نیلی (پژواک، ۲۳  وږی ۹۸): د دایکنډي ځایي چارواکي وايي چي د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ښځو پر واړندې د تاوتریخوالي پېښې ۳۰ سلنه ډېرې شوې دي.

د دایکنډي د ښځو چارو له ریاسته خپرې شوې شمېرې ښیي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۰۶ قضیې ثبت شوې چې وهل ډبول، جنسي تيري، په زور ودونه، بدل، په بدو کې ورکول او نور موارد په کې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په دغه ریاست کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.

د تاوتریخوالي قربانیان:

۳۵ کلنه قمرګله چې د دایکنډي ولایت د کیتي ولسوالۍ اوسېدونکې ده< پژواک خبري اژانس ته وویل: «مېړه مې روږدی دی او هر ځل یې چې نشه یي توکي خلاص شي او یا هم پیسې ونه لري. نو ما وهي ډبوي مې.»

قمرګلې هغو ټپونو ته په اشاره چې پر بدن یې ښکارېدل، وویل: «که څه هم هر وخت مې وهي ډبوي او نفقه مې نه راکوي خو د خپلو شپږو اولادونو لپاره اړه یم، ګني له داسې کس سره ژوند تېرول ډېر ستونزمن دي.»

۳۷ کلنه فېروزه د نیلي ښار بله هغه اوسېدونکې ده چې تل ورسره تاوتریخوالی کېږي.

هغې وویل، د واده یې لس کاله کېږي، مېړه یې دوه کاله مخکې له بلې ښځې سره واده کړی او په دې موده کې دا تل وهي او ډبوي.

فېروزې زیاته کړه: «له هغې ورځې چې خاوند مې بله ښځه وکړه، ژوند مې خراب شو، که یې زړه وشو نو د کور سودا راوړي او کنه نو زموږ خوا ته هم نه راځي؛ که ورته ووایم چې یو څه راوړه، بې له دې چې فکر وکړي برید کوي،  زما وېښته باسي.»

هغې د مېړه د دویم واده په اړه داسې وویل: «شپږ لورڼې لرم، زوی مې هم پیدا شو، خواښې مې وویل زوی مې راتلونکی لري، باید بله ښځه وکړي، زه یې له بلې ښځې سره کار نه لرم، زما غوښتنه دا ده چې زموږ لګښت دې راکړي او ومو نه وهي.»

دا یوازې د دایکنډي ښځې نه دي، بلکې هره ورځ د هېواد په پلازمېنه او ولایتونو کې ښځې له کلونو راهیسې د تاوتریخوالي له بېلابېلو ډولونو سره مخ دي.

د زېبا په نوم د کابل ښار ۱۶ کلنې اوسېدونکې پژواک ته وویل، دوه کاله وړاندې یې د کورنۍ له خوا په زور یوه ۴۰ کلن سړي ته چې سوداګر دی، ورکړې ده.

د دې په خبره، مېړه یې دوه میاشتې وړاندې په یوه پېښه کې ووژل شو، خو اوس یې د بنې او مېړه د اولادونو له خوا له کوره ایستل شوې ده چې دا مهال په خوشحال خان سیمه کې له خپلوانو سره اوسېږي.

هغې پژواک ته وویل: «د پلار له ډاره خپل کور ته نه شم تللای، همدلته یم، که یوه لاره پیدا شوه چې ما د امن کور ته بوځي، بېخي حیرانه پاتې یم چې څه وکړم.»

ولې له ښځو سره تاوتریخوالی کېږي؟

د ښځو د حقونو پوهان له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د دایکنډي اوسېدونکې رقیه راسخ  په دغه ولایت کې له ښځو سره  د تاوتریخوالي په تړاو اندېښنه څرګندوي.

هغې وویل: «زموږ په ټولنه کې د زده کړې کچه ټیټه ده او پر وړاندې یې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده؛ خو د ناسمو رواجونو له امله ښځې نه شي کولای دولتي ارګانونو ته شکایت وکړي.

دغه راز په دایکنډي ولایت کې یوې مدني فعالې او د ښځو د حقونو فعالې لیلا حسیني وویل: «له بده مرغه په ناامنو ولسوالیو کې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې موجودې دي.»

د هغې په خبره، د دایکنډي په لرو پرتو، په ځانګړې توګه نا امنو سیمو کې په زور د ودولو، د کم عمره نجونو ودولو او په بدو کې د نجونو د ورکولو پېښې ډېرې دي.

نوموړې زیاته کړه، په ولسوالیو کې ښځې د نارینه په څېر درانه کارونه کوي خو سربېره پر دې هم ورسره انساني چلند نه کېږي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استادې شهلا فرید په دې اړه وویل، د فقر، ناسم دود، بې سوادۍ، د اسلام له نظره د ښځو د حقونو په اړه د کورنیو د زده کړې د کچې ټیټوالی په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو سبب کېږي.

همدارنګه هغې زیاته کړه: «د تاوتریخوالي د عاملینو نه محاکمه او په دې اړه د قانون نه پلي کول یو له هغه عوامولو دی چې دا پېښې یې زیاتې کړې دي.»

د حللاره څه ده، څنګه کولای شو له دې پدیدې سره مبارزه وکړو؟

شهلا وویل، د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي تر څنګ، اړتیا ده چې د اسلام له نظره د قوانینو په پلي کولو کې اوچت ګامونه واخیستل شي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین مجازات شي.

هغه زیاته کړه، لکه څرنګه چې د ښځو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام شته او ښځې تر یوه بریده په خپلو حقونو پوهې شوې دي، نو ځکه د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمېسیون کې د ښځو د حقونو کمېشنرې لطیفې سلطاني په خبره، څو چې د تاوتریخوالي د پېښو عاملین مجازات نه شي، دا ستونزه به په هېواد کې موجوده وي او ښايي ډېره هم شي.

نوموړې وویل، په دغه کمېسیون کې د ښځو پر وړاندې هر کال شاوخوا د تاوتریخوالي پنځه زره پېښې ثبتېږي چې ډېری یې فزیکي تاوتریخوالی وي.

ایا چارواکي قناعت ورکوونکی ځواب لري؟

د دایکنډي د ښځو حقونو سرپرستې بینظیر جعفري هم په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوریخوالي پر پېښو اندېښنمه وښوده.

هغې وویل، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۶ قضیې چې وهل ډبلول، وژل، جنسي تېري، په زور ودول، په بدو کې ورکول، بدل او نورې پېښې په کې شاملې دي، په یاد ریاست کې ثبت شوې دي.

نوموړې وویل چې د تاوتریخوالي له ثبت شوو پېښو ۵۰ سلنه فزیکي او ۵۰ سلنه نورې پېښې دي.

هغې په دې اړه چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۷۴ پېښې ثبت شوې، زیاته کړه، په تېر ټول کال د تاوتریخوالي یوازې ۱۰۹ پېښې ثبت شوې وې.

بېنظیرې زیاته کړه، ښايي د روان کال تر پایه د تاوترخوالي پېښې د پام وړ زیاتې شي.

هغې بې وزلي، احتیاجي، بېکاري، د ښځو د حقونو په اړه د خلکو د عامه پوهاوي کموالی، بې سوادي، پر نشه یي توکو روږدي کېدل او داسې نور په ولایتونو کې  د ښځو پرواړندې د تاوتریخوالي لاملونه وبلل.

مېرمن جعفري زیاته کړه، دغه ریاست د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د کمښت لپاره په کلیو او بانډو کې د ښځو او نارینه وو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ او په دوامداره توګه یې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې تعقیب کړې دي.

هغې وویل،  ۱۷ هغه ښځې چې زیاتې ستونزې یې درلودې او ژوند یې په خطر کې و، په امن خونو کې ساتل کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement