کابل (پژواک، ۲۳ وږی ۹۸) : افغانستان د کرکټ په یوه شل اووریزه نړیواله لوبه کې زمبابوې ته د ۲۸ منډو په توپیر سره ورکړه.
د افغانستان زمبابوې او بنګله دیش ترمنځ د کرکټ د شل اووریزو لوبو درې اړخیزه سیالۍ د وږي په ۲۳مه، د بنګله دیش په کوربه توب ددغه هیواد په پلازمینه ډاکې ښار کې پیل شوې دي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لوبې پچه زمبابوې وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپ وهلو بلنه ورکړه.
افغانستان د محمد نبي او نجیب ځدراڼ د په زړه پورې لوبې له امله ۱۹۷ منډې جوړې او زمبابوې ته یې د ۱۹۸ منډو هدف ورکړ.
د ملي لوبډلې له لوري نجیب ځدراڼ په ۳۰ توپونو ۶۹ منډې جوړې کړې، هغه شپږ شپږیزې او پنځه څلوریزې ووهلې، دغه راز محمد نبي د څلورو شپږیزو پر مټ ۳۸، او رحمان الله ګربز۴۳ د پام وړ منډې جوړې کړې.
د زمبابوې لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او په ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو ۱۶۹ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۲۸ منډو په توپیر سره وګټله.
د افغانستان له لوري راشد خان او فرید احمد دوه دوه، کریم جنت او ګلبدین نایب یو یو لوبغاړی وسوځولو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن