ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د کرکټ په نړیواله شل اووریزه لوبه کې بنګله دیش ته هم ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ په نړیواله شل اووریزه لوبه کې بنګله دیش ته هم ماتې ورکړه

author avatar
15 Sep 2019 - 21:03
افغانستان د کرکټ په نړیواله شل اووریزه لوبه کې بنګله دیش ته هم ماتې ورکړه
author avatar
15 Sep 2019 - 21:03

کابل (پژواک، ۲۳  وږی ۹۸) : افغانستان د کرکټ په نړیواله شل اووریزه لوبه کې کوربه هیواد بنګله دیش ته هم ماتې ورکړه.

د افغانستان، زمبابوې او بنګله دیش لوبډلو ترمنځ د کرکټ د نړیوالو شل اووریزو لوبو درې اړخیزه سیالۍ د وږي په ۲۳مه، د بنګله دیش په کوربه توب ددغه هیواد په پلازمینه ډاکې ښار کې پیل شوې دي.

د افغانستان  نن خپله دویمه لوبه کوربه هیواد بنګله دیش  سره ترسره کړه، ددې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه.

افغان توپوهونکو دا ځل ښه پیل ونه کړ او په ۴۰ منډو څلور پیاوړي لوبغاړي یې وسوځیدل، خو اصغر افغان او محمد نبي په زړه پورې لوبه وکړه او دافغانستان منډې یې ۱۶۴ ته ورسولې.

دافغانستان له لوري محمد نبي یو ځل بیا ښه وځلید او د اوو شپږیزو پر مټ یې ۸۴ منډې جوړې کړې، اصغر افغان ۴۰ او نجیب ترکی د پام وړ ۱۱ منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په شل اوور کې په ۱۳۹ منډو وسوځیدله، دغه راز افغانستان دا لوبه د ۲۵ منډو په توپیر سره وګټله.

دافغانستان له لوري مجیب ځدراڼ ۴، فرید احمد، راشد خان او ګلبدین نایب دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

افغانستان پرون زمبابوې ته هم ماتې ورکړې وه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.