ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیتي مسوولین په غزني کې د ۲۶ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

امنیتي مسوولین په غزني کې د ۲۶ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي

author avatar
15 Sep 2019 - 12:25
امنیتي مسوولین په غزني کې د ۲۶ طالبانو وژل کېدو ادعا کوي
author avatar
15 Sep 2019 - 12:25

غزني- ښرنه (پژواک، ٢٤ وږى ٩٨): حکومتي مسوولين وايي چې په غزني کې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ٢٦ وسله وال طالبان وژل شوي دي، بلخوا په پکتيکا کې څلور نور کسان بيا د ماين خښولو په تور نيول شوي دي.

د ٢٠٣ تندر قول اردو د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو امريت سرپرست جګړن ايمل خان د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې کومانډو ځواکونو تېره شپه د غزني د مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر يوه تونل عمليات ترسره کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې ٢٦ وسله وال طالبان وژل شوي، ٢٦ موټرسايکل، يو فیلډر موټر او دوه زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو پنځه کلاشينکوفونه، يو ميل پيکا او يو ميل راکټ د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په ورته وخت کې د غزني د والي وياند محمد عارف نوري هم وايي چې تېره شپه په مقر او اندړو ولسواليو کې عمليات شوي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٢١ وسله وال طالبان وژل شوي او وسلې او مهمات يې له منځه تللي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په سرروضې ولسوالۍ کې څلور ماين خښونکي نيول شوي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان سمونوال ايمل نيازي پژواک ته وويل: ((دغو څلورو کسانو د امنيتي ځواکونو د وژلو لپاره ماينونه خښوول چې بېګاه نيول شوي دي.))

د نيازي د معلوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې د همدې کسانو له لوري د خښ شوي ماين په چاودنه کې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي وو.

د هغه په وينا، ماين خښوونکو پر خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې دغه کار ترسره کاوه.

بل لور ته د يادو پېښو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.