ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې هر کال ٢٠ زره کسان د سواده زده کړې له مرکزونو فارغېږي

بلخ کې هر کال ٢٠ زره کسان د سواده زده کړې له مرکزونو فارغېږي

author avatar
15 Sep 2019 - 17:51
بلخ کې هر کال ٢٠ زره کسان د سواده زده کړې له مرکزونو فارغېږي
author avatar
15 Sep 2019 - 17:51

مزارشريف ( پژواک، ۲۴وږی، ۹۸) : په بلخ ولايت کې د پوهنې رياست چارواکي وايي چې هر کال دغه ولايت کې شاوخوا ۲۰ زره کسان د سواد زده کړې له روزنيزو مرکزونو څخه فارغېږي.

د بلخ د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال محمد همايون نبي زاده د وږي په ۲۴مه، مزارشريف ښار کې د سواد زده کړې پروګرام کې وويل چې په تېرو ۱۸ کلونو کې دغه ولايت کې څه باندې پنځه سوه زره کسان د سواد له نعمت څخه برخمن شوي دي.

د هغه په وينا، د رسمي معلوماتو له مخې دمګړۍ په ټول افغانستان کې ۵۶ سلنه افغانان  د سواد له نعمت څخه بې برخې دي.

نبي زاده وويل چې د بلخ ولايت شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي په ليک لوست پوهېږي.

د هغه په خبره، هر کال دغه ولايت کې په اوسط ډول نږدې ۲۰ زره کسان د سواد زده کړو له مرکزونو څخه خپل سندونه تر لاسه کوي.

نوموړی زياتوي، د بلخ پوهنې رياست داسې انلاين سيستم جوړ کړی، چې هر کس له باسواده کېدو وروسته ور اضافه کېږي او په اتومات ډول د باسواده افغانانو لېست کې شامليږي.

د بلخ د پوهنې رياست مرستيال وويل، تېر کال يې د سواد زده کړو له مرکزونو څخه ۱۵ زره کسان فارغ کړل  چې شاوخوا ۱۱ زره يې مېرمنې وې.

د هغه په وينا، د سواد زده کړې ډېری داوطلبانې مېرمنې دي

نوموړی وايي، د سواد زده کړې مرکزونو کې هغه کسان جذبېږي، چې له ښوونځيو څخه پاتې وي او عمرونه يې لوړ شوي وي.

۴۲ کلنه ضيا ګل د مزارشريف اوسېدونکې ده، چې تازه د سواد زده کړې له يوه مرکزه فارغه شوې ده.

هغه د دوه اولادونو مور ده او پژواک ته يې وويل چې د ۹ مياشتو په موده کې يې سواد زده کړ او فارغه شوه.

دغه مېرمن زياتوي،اوس ليک لوست کولای شي چې ورسره يې په ژوند کې ډېرې اسانتياوې راغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.