ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان ښځې د ناامنیو له امله په ټاکنو کې ګډون ته اندېښمنې دي

د بغلان ښځې د ناامنیو له امله په ټاکنو کې ګډون ته اندېښمنې دي

author avatar
15 Sep 2019 - 14:36
د بغلان ښځې د ناامنیو له امله په ټاکنو کې ګډون ته اندېښمنې دي
author avatar
15 Sep 2019 - 14:36

پلخمري (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): د بغلان ځینې ښځې د دغه ولایت پر ناسم امنيتي وضعيت اندېښنه څرګندوي او وايي چې له امله به یې ښځې ونه شي کولای د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي.

دوى وروسته له هغه دغه څرګندونې کوي چې څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو پرله پسې څو ورځې د بغلان پر مرکز پلخمري ښار ډله ييز بريدونه وکړل او د کابل- شمال لويه لار يې هم د ترافيکو پر مخ وتړله.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د تاله برفک ولسوالۍ اوسېدونکې فوزيې حسيني د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د قانون له مخې ښځې هم حق لري په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي، خو د امنيتي ستونزو له امله به يې دغه ځل ګډون کمرنګه وي.

دې زياته کړه: ((په تېرو ټاکنو کې هم ښځو د نا امنيو له امله ونه شو کولاى رايه ورکړي، خو دغه ځل نا امني نوره هم ډېره شوې، نو کېداى شي ډېرې ښځې د رايې ورکولو لپاره له کوره هم ونه وځي.))

همدارنګه د ډنډغوري ولسوالۍ اوسېدونکې زرغونه وايي چې د نا امنيو له امله د پلخمري ښار ور کوچېدلي دي.

هغې زياته کړه: ((جنګونه ډېر و، پلخمري ته راغلو، خو دلته هم وضعيت سم نه دى، په پارلماني ټاکنو کې د رايې لپاره لاړمه راکټ ولګېد، نږدې مړه ومه، خو دغه ځل له دروازې هم بېرون نه وځم، وضعيت ډېر خراب دى.))

په ورته وخت کې په پلخمري ښار کې یوې مدني فعالې حليمې پژواک ته وويل چې د نا امنيو او ځينو نورو ستونزو له امله دغه ځل ښځې په ټاکنو کې ګډون ته لېوالې نه دي.

د حليمې په وينا، بغلان د تېرو کلونو په نسبت ډېر نا امن شوی؛ جګړې اوس هم روانې دي، که حالات ډاډمن هم شي، هومره امکانات به نه وي برابر چې ښځې دې د پخوا په څېر په ټاکنو کې ګډون وکړي او رايې دې ورکړي.

دې وويل: ((تر اوسه چې له څومره ښځو سره موږ خبرې کړې، ويلي یې دي چې وضعيت خراب دى او نه غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي.))

حليمه زياتوي، دغه ځل د ولسواليو ترڅنګ په پلخمري ښار کې هم وضعيت سم نه دى چې له امله يې خلک سخت اندېښمن دي.

د دغه ولايت يو شمېر نورو ښځو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې که وضعيت ډاډمن نه شي، په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د ټاکنو کمېسيون رييس نورالله پيغام پژواک ته وويل، د ټاکنو د امنيت تامينول د امنيتي ځواکونو دنده ده چې بايد دغه کار وکړي.

هغه وويل: ((د کومو سيمو چې امنيتي ځواکونو يې د امنيت ډاډ راکړی، هلته صندوقونه ږدو او له هغه پرته هېڅ ضرور نه ده چې ناامنو سيمو ته د رايو صندقونه ولېږو.))

نوموړى وايي چې په دغه ولايت کې ٤٥٠زره کسانو په ټاکنو کې د رايې ورکونې په موخه نوم ليکنه کړې ده.

پيغام د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دا له وخت وړاندې خبره ده چې زه ووايم په ټاکنو کې په کومه کچه ښځې ګډون کوي.))

بل لور ته د بغلان امنيه قوماندان سمونوال نيازمحمد نيازمن پژواک ته وويل چې د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت ټينګښت په موخه يې پلان جوړ کړى دى.

نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ټاکنو په ورځ به د ټولو مرکزونو امنيت خوندي وي او دوى کولاى شي چې په ډاډه زړه رايه ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې تلې مياشت په شپږمه نېټه ترسره شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.