ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند کروندګرو ته د کوکنارو بدیل لپاره پر نوو بوټو څېړنه کېږي

د هلمند کروندګرو ته د کوکنارو بدیل لپاره پر نوو بوټو څېړنه کېږي

author avatar
15 Sep 2019 - 17:46
د هلمند کروندګرو ته د کوکنارو بدیل لپاره پر نوو بوټو څېړنه کېږي
author avatar
15 Sep 2019 - 17:46

لښکرګاه (پژواک، ٢٤ وږى ٩٨): د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې د دوى په څېړنيز فارم کې د سويابين او الويرا په ګډون تر ٤٠ ډېر کرنيز بوټي تر څېړنې لاندې دي چې د کوکنارو د کښت يو ښه بديل کېداى شي.

د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د وږي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په څېړنيز فارم کې ٤٠ ډله کرنيز تخمونه تر څېړنو لاندې دي چې په خپل وخت کې به پر کروندګرو و وېشل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په فارم کې دغه ځل څلور نوي تخمونه سويابين، ګنی، لبلبو او الويرا هم تر څېړنو لاندې نيول شوي دي.

دى زياتوي: ((موږ دغه نوي کښتونه هم څېړو ګورو که ښه نتيجه يې درلوده نو پر ګروندګرو يې وېشو.))

د نوموړي په وينا، که چېرې دغه کښتونه ښه پايله ولري نو د کوکنارو د کښت يو ښه بديل هم کېداى شي.

د الکو په وينا، په پام کې ده چې په راتلونکي کې د کروندګرو لپاره د کبانو او هيليو ساتلو فارمونه هم جوړ شي.

د هلمند د کرنې څېړنيز فارم يوه کروندګر حميدالله پژواک ته وويل چې د سويابينو، لبلبو او الويرا تخمونو په دغه فارم ښه وده کړې ده.

دى وايي: ((موږ يې چې ودې ته ګورو نو هيله مند يو چې په راتلوونکي کې به د کوکنار د کښت يو ښه بديل شي.))

دغه راز د دغه فارم يو بل کروندګر عبدالوارث پژواک ته وويل چې حکومت بايد د دغو نوو کښتونو حاصلاتو ته د بازارموندنې لپاره کار وکړي.

ده زياته کړه: ((زه مطمين يم چې ښه نتيجه ورکوي، سر له اوسه بايد ورته بازارموندنه وشي.))

د هلمند د کرنيز فارم د مسوولينو د معلوماتو له مخې، هر کال په دغه فارم کې يو نوى نبات تر څېړنې لاندې نيول کېږي چې تر اوسه یې پایله ٩٠ په سلو کې ښه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.