ايبک (پژواک، ٢٤ وږى ٩٨): د سمنګان د دره صوف پايين ولسوال ادعا کوي چې ددغه ولايت لپاره د طالبانو د والي په ګډون څلور کسان په يوه هوايي بريد کې وژل شوي، خو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د دره صوف پايين ولسوال عبدالیقین احمدي وايي چې ددغه ولايت د چول تغاى توقسن په سيمه کې نن سهار نهه بجې د سمنګان لپاره د وسله والو طالبانو د والي ملا نورالدین په ګډون څلور وسله وال په يوه هوايي بريد کې وژل شوي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې په ياده سيمه کې نن سهار د هوايي بريد په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي، خو نه يې پېژني چې څوک دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن