ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د افغانستان د لاجوردو کانونه د دولت په ولکه کې راغلي

غني: د افغانستان د لاجوردو کانونه د دولت په ولکه کې راغلي

author avatar
15 Sep 2019 - 21:07
غني: د افغانستان د لاجوردو کانونه د دولت په ولکه کې راغلي
author avatar
15 Sep 2019 - 21:07

کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٨): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې غواړي افغانستان په اقتصادي زونونو ووېشي، وايي د افغانستان د لاجوردو کانونه په مطلق ډول د دولت په ولکه کې راغلل.

ولسمشر محمد اشرف غني نن ماښام د صنایعو او کانونو خونې له رهبري پلاوي او استازو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي وویل، نن د صنایعو او کانونو مدیره پلاوي ټاکنې ترسره شوې چې په کې د مدیره پلاوي ۲۱ نوي او د ولایتي بورډ ۷۸ غړي انتخاب شول.

نوموړي د صنعت سکتور د اصولو او ارزښت په اړه څرګنده کړه، د صنایعو او کانونو خونې د مدیره پلاوي او ولایتي بورډ د غړو د ټاکنو موخه په هېواد کې لا زیاتې اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

وروسته د صنایعو او کانونو خونې رئیس شېرباز کمین زاده په خپلو خبرو کې د صنعت او سوداګرۍ ودې ته د جمهور رئیس د پاملرنې مننه وکړه او ويې ویل، په صنعت او سوداګرۍ وزارت کې د برابرو شویو اسانتیاو او اصلاحاتو څخه خوښ دي.

کمین زاده په خوست ولایت کې د صنعتي پارکونو د ځمکې د نه وېش، پکتیا صنعتي پارک د ستونزو او په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې د برېښنا انرژۍ د کمبود په برخو کې د صنعتکارانو ستونزې بیان کړې.

ولسمشر غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته دوی ته د صنایعو او کانونو خونې د شفافو او بریالیو ټاکنو مبارکي ورکړه او ويې ویل، د صنایعو او کانونو خونه د دولت اساسي شریک دی.

هغه پر دې په ټینګار چې د سوداګرو او صنعتکارانو پر وړاندې ټولې ستونزې به حل شي، وویل، ستاسې له فعالې ونډې او مشارکت پرته افغانستان اتکا ته نه شي رسېدلای.

ده وویل، موږ غواړو افغانستان په اقتصادي زونونو ووېشو چې د صنایعو او کانونو خونې به په زونونو او ولایتونو کې په اقتصادي وده کې کلیدي رول ولري.

نوموړي له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په مننې کولو څرګنده کړه، د افغانستان د لاجوردو کانونه په مطلق ډول د دولت په ولکه کې راغلل.

هغه د هېواد له صنعتکارانو وغوښتل چې د صادراتو معیار او کیفیت تشخیص او تطبیق کړي.

غني وویل، پنځوس سلنه وسپنه په خپله تولیدوو او هېواد ته د وسپنې په وارداتو کې کمبود راغلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.