کابل (پژواک، ۲۴وږی ۹۸): د مشرانو جرګې ځينې غړي په هېواد کې اوسنی وضعیت د ټاکنو لپاره مناسب نه بولي او وايي چې ځینې لارې تړلې دي او حکومت باید د ټاکنو لپاره امنیت برابر کړي.
تمه ده چې د روان کال د تلې په شپږمه ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.
د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالله قرلق چې د دغې جرګې په نننۍ غونډه کې یې خبرې کولې، د امنیت نشتوالی یې د ټاکنو پر واړندې ستر خنډ وباله.
هغه زیاته کړه: «لومړی باید یوې پروسې ته زمینه برابره شي او وروسته عملي بڼه غوره کړي، اوس مهال د ټاکنو لپاره عمومي شرایط برابر نه دي، د تخار مسیر تر کندوز، بلخ تر جوزجان، جوزجان تر فاریاب، بلخ تر سرپل او نورې لارې تړلې دې».
نوموړی چې د رڼو، عادلانه او سرتاسري ټاکنو د ترسره کولو غوښتونکی و، وویل: «که چېرته زمینه برابره نه شي، خلک به په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، هېڅوک تیار نه دي څو د ټاکنو یو نوماند لپاره ځان قرباني کړي.»
همدا راز په مشرانو جرګه کې د خلکو استازې انارکلي هنریار وویل چې تراوسه ځینو ولایتونو ته اړین ټاکنیز مواد نه دي رسېدلي چې په دې اړه باید اقدام وشي.
خو د ټاکنو کمېسیون وایي، د مهالوېش پر بنسټ له کابل نه اړین ټاکنیز توکي تېره ورځ د ۳۳ ولایتونو مرکزونو رسول شوي او د ولسوالیو مرکوونو ته یې د وړلو بهیر هم پیل شوی دی.
په دې جرګه کې څو نورو غړو هم د امنیت د ټینګښت او په ځانګړي ډول د لارو له بندېدو یادونه وکړه چې د ټاکنو او هرې ملي پروسې لپاره امنیت اړین دی.
د مشرانو جرګې لومړی نایب محمد علم ایزدیار چې د دې جرګې د نننۍ غونډې مشري يې کوله، له حکومت وغوښتل چې د سراسري امنیت زمینه برابره کړي او مواصلاتي لارې پرانیزي، ترڅو خلک په اسانۍ سره وکولای شي د رایو صندوقونو ته لاړ شي.
هغه وویل چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون د دې بهیر د روڼتیا سبب کېږي، نو باید د پراخ ګډون زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړه، د ټاکنو تر سره کېدو ته ډېر کم وخت پاتې دی، نو باید پرګرامونه پيل شي څو اړین ټاکنیز توکي په وخت د رایو مرکزونو ته ورسیږي.
ایزدیار ویل: «د ټاکنو بهیر په یوه بې باوره بهیر بدل شوی، نو د پراخ ګډون لپاره باید ټول خلک کار وکړي او خپله بې طرفي وښیي ترڅو دا بهیر مشرعیت ولري.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن