کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٨): ولسمشر د دې ترڅنګ چې وايي د شهيد اونۍ د نمانځلو پرمهال لا هم هر کال تاوتریخوالی رامنځته کېږي او کابل ښاریان ځورول کېږي، لارښوونه وکړه چې دا موضوع دې ولسي جرګې ته د بحث لپاره وړاندې شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د بریدمل شهید محمدنور چې د وږي په ۱۸ غیر مسوولو وسله والو په کابل کې وواژه، د کورنۍ غړو او د وردکو قومي مشرانو او متنفذینو سره د نوموړي په وژل کېدو غمشریکي وکړه.
سرچينه زياتوي، په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام فاروق وردک، قومي مشر انجنیر سیدرحیم ستار او عبدالمالک هاشمي د جمهور رئیس له غمشریکي څخه په مننې کولو وویل، د کابل د ګارنیزون بریدمل محمدنور، غیر مسوولو وسله والو په ډېره بې رحمۍ د خپلې مقدسې دندې د ترسره کولو پرمهال وواژه.
یادو ویناوالو وړاندیز وکړ چې د شهید محمدنور د قاتلینو د مجازات ترڅنګ دې د هغه د وژل کېدو ځای (ترافیک څلور لارې) د ده په نوم ونومول شي. د هغه زوی ته دې چې په ګارنیزون کې دنده لري، رتبه ورکړل شي. د کورنۍ غړو ته دې د استوګنې اپارتمان د ورکولو ترڅنګ د هغه مور او پلار بیت الله شریف ته د عمرې او یا حج فریضې د ادا کولو لپاره واستول شي.
دوی همدارنګه په اوسنۍ بڼه د شهید اونۍ د نمانځنې په اړه چې هر کال د تاوتریخوالي او تلفاتو لامل کېږي د بدلون، د شپنیو عملیاتو پرمهال د ملکي تلفاتو د مخنیوي، د میدان وردک ولایت د ولسوالیو امنیت ته د پاملرنې او همدارنګه د پنځمې ناحیې د امنیت د ښه تامین په موخه په دوه امنیتي حوزو د خوشحال خان مېنې د وېش او د غازي محمدجان خان د شخصیت او کارنامو په اړه د سیمینار جوړولو وړاندیزونه هم له جمهور رئیس سره شریک کړل.
ولسمشر غني د بریدمل محمدنور کورنۍ او د وردکو مشرانو او متنفذینو سره د غمشریکۍ پرمهال د نوموړي او د وسله وال پوځ د هر سرتېري وژل خپل غم وباله او د هېواد د دفاع او خدمت په لاره کې یې د وردکو قوم د مشرانو کوښښونه او سرښندنې وستایلې.
نوموړي بریدمل محمدنور وطنپال شخصیت، د ملي اردو شهید او ټولو ویاړ وباله. د هغه د سرښندنو د قدردانۍ ترڅنګ یې د نوموړي د کورنۍ غړو او د وردکو مشرانو ته تسلیت ووایه او د خدای تعالی په دربار کې یې ورته جمیل صبر وغوښت.
هغه زیاته کړه، د محمدنور د وژل کېدو عاملینو د مجازات ترڅنګ به ټول د هغه کورنۍ ته د ننواتې په توګه ورځي.
غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولیو او سرښندنو ته په اشارې وویل، هیڅ دولتي مقام ته به پر امنیتي او دفاعي ځواکونو د نیوکې اجازه ورنه کړي او ټول باید د هغوی د سرښندنو قدرداني وکړي.
ده وویل: "بار بار مو د شهید اونۍ د نمانځنې پرمهال د خلکو امنیت او خوندیتوب ته د پاملرنې لارښوونه وکړه، مګر لا هم هر کال په دغه ورځ تاوتریخوالی رامنځته کېږي او کابل ښاریان ځورول کېږي."
هغه پارلماني چارو کې د دولت وزیر ته لارښوونه وکړه چې دا موضوع ولسي جرګې ته د بحث لپاره وړاندې او په دې برخه کې د راتلونکي لپاره واضح ترتیبات ونیول شي.
نوموړي اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ترافیک څلور لاره دې د بریدمل محمدنور په نوم ونومول شي. نوموړي ته به د جګړنۍ رتبه، زوی ته یې چې د کابل ګارنیزون کې دنده لري، یوه رتبه او همدارنګه به یې کورنۍ او اولادونو ته د استوګنې کور ورکړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن