ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د وارداتي برېښنا درې پايې پر ماينونو الوځول شوې دي

په بغلان کې د وارداتي برېښنا درې پايې پر ماينونو الوځول شوې دي

author avatar
15 Sep 2019 - 16:57
په بغلان کې د وارداتي برېښنا درې پايې پر ماينونو الوځول شوې دي
author avatar
15 Sep 2019 - 16:57

 

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٨): د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې هېواد ته د وارداتي برېښنا مزو درې پايې په بغلان ولايت کې پر ماينونو الوځول شوې دي.

د ياد شرکت له خوا د وږي په ٢٤مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پايې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې او ۵۲ دقیقې د بغلان په بلک ميرزاد حسن تال سيمه کې پر ماينونو الوځول شوې چې له امله يې وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې د برېښنا پايو الوځولو له امله پر پلازمېنې کابل، مرکزي، سوېلي او سوېل ختيځو ولايتونو باندې برېښنا په بشپړه توګه پرې شوه.

برېښنا شرکت وايي، تر دې مخکې کابل ته د وارداتي برېښنا يوه پايه د بغلان په ډنډ شهاب الدين سیمه کې او د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا یو مزی د کندوز په بوز کندهاري سيمه د جګړې له امله پرې شوى و.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان برېښنا شرکت فني او تخنیکي کارکوونکي چمتو دي چې په سیمه کې د کاري زمینې له برابرېدو سره سم د برېښنا پرې شوي مزي او پایې بېرته ورغوي.

سرچينې ويلي، برېښنا او د برېښنا اړوند بنسټونه عامه شتمني ده، نو د عامه شتمنیو زیانمنول د ټول هېواد په تاوان دی، نو ځکه خو یې ساتنه د هر هېوادوال دنده ده، سربېره پردې ټولو اړخونو ته په کار ده چې له عامه شتمنیو ساتنه وکړي او زیان ورته ونه رسوي.

دغه راز د بغلان د برېښنا رياست سرپرست انجنير عبدالاول هم د برېښنا د مزي پرېکېدو مسئله تاييد کړه او ويې ويل چې دغه سيمه د طالبانو په کنټرول کې ده.

هغه په دې اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم وسله والو طالبانو څو ځلې په بغلان کې د برېښنا مزي پرې کړي دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دا مهال افغانستان له ۱۳۰۰ تر ۱۴۰۰ ميګاواټه برېښنا لري چې شاوخوا اتيا سلنه يې وارداتي ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.