ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د ننګرهار اچين کې شل کلي د داعش وسله والو له فعاليتونو پاک شول

چارواکي: د ننګرهار اچين کې شل کلي د داعش وسله والو له فعاليتونو پاک شول

author avatar
15 Sep 2019 - 18:54
چارواکي: د ننګرهار اچين کې شل کلي د داعش وسله والو له فعاليتونو پاک شول
author avatar
15 Sep 2019 - 18:54

جلال اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار اچين ولسوالۍ کې يې د داعش ضد عملياتو پرمهال شل کلي له دغې ډلې پاک کړي او لا هم عمليات روان دي.

دوی وايي، نيول شويو سيمو کې د ولسي پاڅونوالو پوستې ځای پرځای کوي او مسووليت يې خپله د سيمې خلکو ته سپاري؛ خو پاڅونوال غوښتنه کوي چې بايد په درنو وسلو سمبال شي؛ ځکه سيمې غرنۍ دي او له وسله والو سره په کې مقابله ستونزمنه ده.

اچين ولسوالۍ کې داعش ضد عمليات د ملي اردو په مشرۍ د روانې مياشتې په ۲۰مه د ګډو ځواکونو له لوري پيل شوي چې ولسي پاڅونوال يې هم ملاتړي دي.

په ختيځ کې د سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال قنداغا ساپي چې د دغو عملياتو قومانده په غاړه لري، د وږي په ۲۴مه يې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عملياتو پرمهال يې شل کلي له وسله والو پاک کړي دي.

دی وايي، د عملياتو په دغه موده کې د دوی د راپورونو پر بنسټ پنځلس وسله وال د دوی د بريدونو په نتيجه کې وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي؛ خو د توپچي بريدونو په نتيجه کې چې لرې ساحې په نښه شوي، کره شمېره يې نشته چې څومره مرګ ژوبله به يې اړولې وي.

هغه وويل، نيول شوې سيمې ولسي پاڅونوالو ته سپارل کېږي چې پوستې يې تر کار لاندې دي او همدوی به يې بېرته ساتنه کوي.

خو ولسي پاڅونوال غوښتنه کوي چې دوی دې په درنو وسلو سمبال شي؛ ځکه په دغو غرنيو سيمو کې له وسله والو سره په ټوپک او پيکا مقابله ستونزمنه ده.

د باندر سيمې يو اوسېدونکی او ولسي پاڅونوال له پژواک سره خبرو کې غوښتنه کوي چې ورته درنې وسلې دې ورکړل شي.

دی وايي: ((موږ وليدل بټي کوټ ولسوالۍ کې پاڅونوالو باندې وسله والو بريد وکړ، نه ورسره درنې وسلې وې او نه يې ځواکونه ملاتړ ته ورغلل، يو شمېر پاڅونوال ووژل شول او پوستې سقوط شوې؛ نو که موږ هم سم تجهيز نه شو، له هماغې ستونزې سره به مخامخ شو.))

د حبيب الله په نوم يو بل پاڅونوال هم ورته غوښتنه لري او زياتوي، له وسله والو سره په تش لاس هم د مقابلې کولو توان لري؛ خو اوس جګړه په وسله ده، نه په غوسه باندې.

د سيمې اوسېدونکي بيا د خپلو ورانو کورونو، ښوونځيو، سړکونو، روغتيايي مرکزونو او جوماتونو د بيارغونې غوښتنه کوي.

قومي مشر حاجي دستخط الله وايي، له عملياتو ډېر خوښ دي؛ خو د خلکو د مېشته کېدو لپاره بايد عامه ځايونه بېرته ورغول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.