د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

بلخ کې هر کال ٢٠ زره کسان د سواده زده کړې له مرکزونو فارغېږي

بلخ کې هر کال ٢٠ زره کسان د سواده زده کړې له مرکزونو فارغېږي

Sep 15, 2019 - 17:51

مزارشريف ( پژواک، ۲۴وږی، ۹۸) : په بلخ ولايت کې د پوهنې رياست چارواکي وايي چې هر کال دغه ولايت کې شاوخوا ۲۰ زره کسان د سواد زده کړې له روزنيزو مرکزونو څخه فارغېږي.

د بلخ د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال محمد همايون نبي زاده د وږي په ۲۴مه، مزارشريف ښار کې د سواد زده کړې پروګرام کې وويل چې په تېرو ۱۸ کلونو کې دغه ولايت کې څه باندې پنځه سوه زره کسان د سواد له نعمت څخه برخمن شوي دي.

د هغه په وينا، د رسمي معلوماتو له مخې دمګړۍ په ټول افغانستان کې ۵۶ سلنه افغانان  د سواد له نعمت څخه بې برخې دي.

نبي زاده وويل چې د بلخ ولايت شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي په ليک لوست پوهېږي.

د هغه په خبره، هر کال دغه ولايت کې په اوسط ډول نږدې ۲۰ زره کسان د سواد زده کړو له مرکزونو څخه خپل سندونه تر لاسه کوي.

نوموړی زياتوي، د بلخ پوهنې رياست داسې انلاين سيستم جوړ کړی، چې هر کس له باسواده کېدو وروسته ور اضافه کېږي او په اتومات ډول د باسواده افغانانو لېست کې شامليږي.

د بلخ د پوهنې رياست مرستيال وويل، تېر کال يې د سواد زده کړو له مرکزونو څخه ۱۵ زره کسان فارغ کړل  چې شاوخوا ۱۱ زره يې مېرمنې وې.

د هغه په وينا، د سواد زده کړې ډېری داوطلبانې مېرمنې دي

نوموړی وايي، د سواد زده کړې مرکزونو کې هغه کسان جذبېږي، چې له ښوونځيو څخه پاتې وي او عمرونه يې لوړ شوي وي.

۴۲ کلنه ضيا ګل د مزارشريف اوسېدونکې ده، چې تازه د سواد زده کړې له يوه مرکزه فارغه شوې ده.

هغه د دوه اولادونو مور ده او پژواک ته يې وويل چې د ۹ مياشتو په موده کې يې سواد زده کړ او فارغه شوه.

دغه مېرمن زياتوي،اوس ليک لوست کولای شي چې ورسره يې په ژوند کې ډېرې اسانتياوې راغلي دي.

هغې وويل: (( پخوا لکه ړنده داسې وم، اوس کوی شم چې اولادونو سره مې د مکتب په درسونو کې مرسته وکړم. کله چې بازار ته وځم پوهېږم چې د دواخانې په لوحه څه ليکلي او د هوټل په لوحه څه ليکلي، ادرس په اسانۍ پيدا کوم، ټيلېفون کې خپله کارت جمع کوم، دا ټولې د سواد زده کړې ګټې دي)).

مېرمن ضياګل له هغو افرادو غواړي چې سواد زده کړو مرکزونو کې ثبت نام وکړي، چې په ليک لوست نه پوهېږي.

۳۵ کلن اسدالله هم د سواد زده کړې له يوه مرکز څخه نوی فارغ شوی دی.

هغه پژواک ته وويل، د جګړو او اقتصادي مشکلاتو له امله يې مکتب نه دی ويلی؛ خو تېر کال يې تصميم ونيو، چې ليک لوست به زده کوي.

نوموړی هيله لري چې د سواد زده کړې کورسونه له ښوونځيو سره وتړل شي او ده ته بلاخره د دې زمينه برابره شي چې لوړې زده کړې وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement