د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د خوست په تفريحي سيمو کې دې د ځنګلونو وهل بند شي"

"د خوست په تفريحي سيمو کې دې د ځنګلونو وهل بند شي"

Sep 15, 2019 - 11:10

خوست ښار (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): د خوست يو شمېر اوسېدونکي او سيلانيان وايي چې د دغه ولايت   په لرو پرتو تفريحي سيمو کې دې د ځنګلونو وهل بند شي.

د دې تفريحي سيمو له ډلې يوه هم د خوست تڼيو ولسوالۍ اړوند شمالي وزيرستان ته څېرمه د ادمامد سيمه ده چې په سیمه ییزه کچه د طبيعي ښکلا په برخه کې ځانګړی نوم لري.

دې سيمې ته د خوست د بېلابېلو سيمو ترڅنګ له نورو ولايتونو هره ورځ لسګونه کسان د سيل لپاره ورځي.

دا سيمه که له يوې خوا له طبیعي ښکلا او شنو ځنګلونو برخمنه ده، ترڅنګ يې امنيتي وضعیت هم  د خوست د نورو سیمو په پرتله د ډاډ وړ ښودل شوی.

د سيمې د اوسېدونکو په وينا چې په تېرو اتلسو کلونو کې په دې سیمه کې د ناامنۍ هېڅ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

سيمې ته تلونکي سيلانيان وايي که چېرې دلته پانګونه په کې وشي، لرې نه ده چې د هېواد، بلکې به د سیمې د هېوادونو په کچه به دا ځای پر سياحتي مرکز بدل شي.

ايوب جان خاطر د خوست يو له هغو سيلانيانو دی چې په لومړي ځل د دغه ځای ليدو ته له خپلو ملګرو سره تللی.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل که څه هم دغه سيمه د ښکلا له پلوه بېساري ده، خو وايي ورغلی سړک او په سیمه کې ځنګل وهنه د اندېښنې وړ ده.

دى وايي: ((د ادمامد سيمه کې ځنګل وهنه ډېره عامه شوې ده، بل کله چې دغه ځای ته راتلونکي سړکونه ډېر خراب او کنډو کپر دي. غوښتنه مو دا ده چې چارواکي بايد دغې برخې ته توجه وکړي، څو خلک په اسانۍ دغې سيمې ته د سيل لپاره راشي.))

د عبدالوکيل عابر په نوم يو بل ځوان هم چې په لومړي ځل د ادمامد يادې ښکلې سيمې ته ورغلی، له پژواک اژانس سره خبرو کې دغه سيمه د تفريح او سيل له مخې بېسارې وبلله.

هغه وويل، که چېرې دلته پانګونه وشي او سيمې ته تلونکي لارې په اساسي ډول جوړې شي، نه یوازې په محلي، بلکې په ملي کچه به د سیلانیانو پام ور واوړي.

دى زياتوي: ((معلومه خبره ده کله چې دلته پانګونه کېږي، نو سلګونه ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابرېږي او بله دا چې دلته به هوټلونه، ايسکريم خانې او نور ځايونه جوړ شي چې بې روزګاره ځوانانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.))

بل پلو د خوست والي محمد حليم فدايي وايي، پلان لري د ادمامد تفريحي سيمه پر يو ملي پارک باندې بدله کړي.

هغه چې د دغه ولايت نظامي او ملکي چارواکو سره يو ځای د دې سرحدي سيمې ليدو ته ورغلی و، دغه راز يې پژواک خبري اژانس ته وويل، په اداري جلسه کې يې پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به د ځنګله وهونکو پر وړاندې جدي اقدامات پيلوي.

فدايي وايي: ((سر له نن نه بايد د ځنګلونو وهل منعه شي او هر څوک چې دا کار کوي هغه بايد د قانون پنجو ته وسپارل شي، زموږ پرېکړه قاطع ده او د ديني عالمانو او قومي مشرانو ملاتړ هم غواړو.))

بلخوا د تڼيو ولسوالۍ يو اوسېدونکی او د ولايتي شورا پخوانی غړی سيد کريم خاکسار بيا وايي، د دې لپاره چې خلک د ځنګل له وهلو را وګرځي، دولت بايد پر يوه اساسي طرحه باندې کار وکړي.

دی زياتوي: ((قومونه په دې رضايت نه لري چې ځنګلونه دې قطع شي، خلک د غربت له امله ځنګلونه قطع کوي، د دوی لپاره بايد دلته په داسې پرمختيايي پروژو باندې کار وشي چې خلک له ځنګل وهنې خلاص شي.))

د ادمامد ترڅنګ په خوست کې د تفريح او سيل نورې ډېرې سيمې هم شته.

د شنونکو په وينا، که چېرې دې برخې ته د چارواکو پاملرنه زياته شي، په اقتصادي لحاظ به يې خوست ته ګټه ډېره زياته وي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement