جلال اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د کانديدانو په ملاتړ په هر راز لوبو بنديز لګولی، خو په جلال اباد ښار کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکتر عبدالله په ملاتړ د کرکټ سيالۍ پيل شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د جلال اباد ښار د اتو کلبونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ دا سيالۍ د جلال اباد ښار د سراج العمارت بڼ د ختيځ کرکټ اکاډمۍ په لوبغالي کې روانې دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د وږي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دوی په ټولو ولايتونو کې د کمپاين لپاره د کرکټ سياليو ترسره کېدو باندې بنديز لګولی دی.
هغه زياته کړه، دا چې ننګرهار کې د ډاکټر عبدالله په ملاتړ د کرکټ سيالۍ پيل شوي، ولايتي مسوولين يې بايد په اړه ځواب ورکړي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ختيځ زون د کرکټ بورډ د رييس ميوند مجاهد نظر هم له ځانه سره ولري، خو هغه د نظر له ورکولو ډده وکړه او د ولايتي مسوول طيب اخوندزاده د نظر اخيستو سپارښتنه يې وکړه.
د ننګرهار د کرکټ بورډ ادارې رييس طيب اخوندزاده پر خپله فيسبوک پاڼه دغه ولايت کې ټولو رسمي کلبونو ته خبر ورکړی چې هېڅ ډول ټاکنيزې کمپايني سيالۍترسره نه کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې هېڅ رسمي ـټيم او لوبغاړي نه شي کولى په کمپايني ټورنامنټونو او سياليو کې برخه واخلي او که چا دا کار و کړو نو د قانون سره سم به ورسره چلند کېږي.
نوموړي دا ادعا هم رد کړه، چې ګوندې دا سيالۍ د کرکټ د ولايتي ادارې لخوا په لاره اچول شوې دي.
دغه سيالۍ چې په جلال اباد ښار کې په يوه دولتي لوبغالي کې ترسره کېږي د دغه لوبغالي (ختيځ کرکټ اکاډمۍ) مسوول عزيز ښيوه وال وايي، لوبغالى ده له ښاروالۍ څخه په قرارداد اخيستی او د ټورنمنټ له مسوولينو د لوبو په مقابل کې پيسې اخلي.
نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنکړل، خو پژواک ددې سیالیو د ترسره کولو د مهالویش او د لوبډلو لیست ترلاسه کړی، چې پکې اتو لوبډلو برخه اخیستې ده.
په دې لوبډلو کې دافغانستان کرکټ بورډ لخوا رسمي پيژندل شوي د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ او د ملي کرکټ اکاډمۍ ترڅنګ دیو شمیر اکاډمیو او نورو لوبډلو برخه اخیستې ده.
دا په داسې افغانستان کې د ۲۰۱۷ زیږدیو کال داکتوبر په میاشت کې دافغانستان کرکټ بورډ یوه اعلامیه خپره کړې وه او ویلي یې وو، چې بورډ د کرکټ یواځینې مرجع ده او ټولې لوبې باید له دوی سره په همغږۍ ترسره شی.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن