د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د بایومټریک الو له سموالي ډاډ ورکړ

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د بایومټریک الو له سموالي ډاډ ورکړ

Sep 15, 2019 - 15:09

 

جلال اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون وايي، د بايومټريک ماشينونو د سموالي په اړه د اړوند شرکت له خوا ورته ډاډ ورکړل شوى او هيله يې څرګنده کړې چې په دغه ځل ټاکنو کې به هېڅ کومه تخنيکي نيمګړتيا نه رامنځته کېږي.

دوی دغه څرګندونې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د بايومټريک الو د خرابوالي اړوند د خپرو شوو راپورونو په ځواب کې کړې وکړې.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې د را روانې تلې مياشتې په ۶مه نېټه ترسره شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون لا له مخکې دغو ټاکنو ته د چمتووالي خبر ورکړی دی.

په ننګرهار کې د ټاکنو ولايتي کمېسیون چارواکي هم ډاډ ورکوي چې د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې د ټاکنو لپاره چمتووالی نيول شوی، يوازې حصارک او شېرزادو ولسواليو ته د موادو په انتقال کې ستونزه شته چې هغه به هم د هوا له لارې ور ولېږدول شي.

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون مرستيال او کمېشنر قطب الدين رويدار چې د يو پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولايت ته تللی، د وږي په ۲۴مه په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د ټاکنو ټول حساس مواد چمتو دي او د ډېری ولايتونو مرکزونو ته انتقال شوي دي.

هغه د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د بايومټريک الو د خرابوالي په اړه وويل، د ټاکنو کمېسيون او د اړوند شرکت له لوري چې دغه الې يې جوړې کړې، ډاډ ورکړی چې راتلونکو ټاکنو کې به کومه ستونزه نه رامنځته کېږي.

رويدار وويل، تر اوسه له روانو ټاکنيزو کمپاينونو دغه کمېسيون ته له بېلابېلو نوماندانو ۷۰ شکايتونه شوي چې ورته پر خپل وخت رسېدنه شوې ده.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس عبدالوکيل حنيفي  ياد خبري کنفرانس ته وويل چې د دغه ولايت ټولو ولسواليو ته يې د ټاکنو ورځې د شکايتونو ثبتولو په موخه مامورين ګومارلي او له خلکو يې وغوښتل چې له دوی سره د شکايتونو په ثبت کې مرسته وکړي.

د ننګرهار د ټاکنو ولايتي دفتر مشر ذبيح الله وګړي وويل، د ټاکنو د ورځې حساس مواد ولايتي دفتر ته انتقال شوي او د يو مهالوېش له مخې به يې د تلې تر شپږمې (د ټاکنو تر ورځې) ولسواليو او مرکزونو ته انتقال کړي.

دی وايي، لا هم په حصارک او شېرزادو ولسواليو کې ستونزه شته چې د ځمکې له لارې اکمالات نه کېږي، خو زياتوي، د هوايي ځواک له لوري ورته ډاډ ورکړل شوی چې دغو ولسواليو ته به د هوا له لارې حساس مواد او د ټاکنو مامورين انتقال کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ټول ننګرهار کې ۳۹۵ مرکزونه او ۲۵۳۴ محلونه موجود دي چې د ۲۸ امرينو او ۱۵۸ مرستيالانو په ګډون د ۱۶۰۰۰ کارمندانو له لوري به د ټاکنو په ورځ خدمات ترسره شي.

وګړي وويل ، لا هم په لرو پرتو ولسواليو کې د ښځو کارمندانو د نشتوالي ستونزه شته چې له مرکز سره يې ستونزه شريکه کړې، څو اجازه ورکړي چې هغو ځايونو ته ديني عالمان او د پاخه عمر لرونکي کسان د ښځو کارمندانو پر ځای ونيول شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement