ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار د ځینو سړکونو جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ښار د ځینو سړکونو جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
15 Sep 2019 - 17:42
د کندهار ښار د ځینو سړکونو جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
15 Sep 2019 - 17:42

کندهار (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): له هغه وروسته چې خلکو د کندهار ښاروالۍ د خدماتي او پرمختیايي چارو له ټکني حالته شکایت وکړ، دغې ادارې په کندهار ښار کې د یو شمېر سړکونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.

په دې لړ کې یو هم د کندهار ښار د علامه حبیبي واټ دی چې د جوړولو قرارداد یې یونیم کال مخکې شوی و خو کار یې نیمګړی پاتې و.

کندهار ښاروالۍ همدا نن د دغه سړک پخولو کار پیل کړ.

د کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه سړک جوړولو کار د ښاري اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت د اوبو د پایپونو او افغان ټلیکام مخابریاتي شرکت د مزو غځولو له امله ځنډېدلی و.

هغه زیاته کړه، د دغه سړک جوړولو چارې له تېرو څو ورځو راهیسې پیل شوې وې چې نن یې د پخولو چارې پيل شوې.

ده ومنله چې د کندهار ښار په زړه کې د دغه سړک د کارونو ځنډېدو له امله کندهار ښاریان له ستونزو سره مخ وو.

خو دی وايي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د خلکو ستونزې حل شي او ترافیکي ګڼه ګوڼه به هم کمه شي.

د دغه سړک پر جوړولو ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې ورکول کېږي.

دغه واټ چې مخکې یې ۱۸ متره عرض درلود، د ښاروالۍ له خوا د ملکیتونو تر استملاک وروسته د ۴۰ متره په اندازه پراخ شو.

ښاروالۍ ژمنه کړې وه چې دغه واټ به د ۱۰ میاشتو په موده کې جوړوي خو شاوخوا یو نیم کال وخت یې ونیو.

د دې ترڅنګ د کندهار ښار په حاجي عزیز سیمه کې د ۶۹۵ متره په اوږدولي سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې.

حیات وویل، دغه سړک د ولسي تړون پروګرام له لارې د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.