کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٨): طالبان وايي چې د سره صليب نړيوالې کمېټې ته یې يو ځل بيا په افغانستان کې د فعاليت اجازه ورکړې ده.
طالبانو څو مياشتې مخکې د ځينو ملحوظاتو له امله د دې کمېټې پر فعاليتونو بنديز لګولى و.
د طالبانو له خوا د وږي په ٢٤مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوى د سره صليب نړيوالې کمېټې د فعاليتونو د څرنګوالي په اړه يو لړ مهم ملاحظات درلودل چې له امله يې پر فعاليتونو بنديز لګېدلی و.
سرچينې زياته کړې، دغه راز هغه امنيتي تعهد ترې لغوه شوی و چې طالبان يې په عمومي ډول په افغانستان کې ژمنو موسسو ته ورکوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د مسوولينو او د سره صليب نړيوالې کمېټې د مشرانو ترمنځ تر مسلسلو اړيکو او بحثونو وروسته د سره صليب نړيوالي کمېټې او د دوى ترمنځ پر پخوانيو تعهداتو سربېره د بشري مرستو په برخه کې نوې ژمنې هم وشوې چې پر اساس يې دوی ته د بيا فعالیت اجازه ورکړل شوه.
سرچينې زياته کړې، طالبان د دې اعلاميې له لارې هغه امنيتي ژمنه چې مخکې په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کمېټې ته ورکړل شوې وه، بېرته معتبره ګڼي او ټولو طالبانو ته لارښوونه کوي چې د سره صليب نړيوالې کمېټې فعاليتونو ته زمينه برابره کړي او د دې ادارې د کارکوونکو او اړوندو اجناسو حفاظت ته پاملرنه وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن