ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: اوس مو ډېر تمرکز د افغانستان د ټاکنو پر امنيت دى

ناټو: اوس مو ډېر تمرکز د افغانستان د ټاکنو پر امنيت دى

author avatar
15 Sep 2019 - 11:37
ناټو: اوس مو ډېر تمرکز د افغانستان د ټاکنو پر امنيت دى
author avatar
15 Sep 2019 - 11:37

کابل (پژواک، ٢٤ وږى ٩٨): د ناټو سازمان تر ټولو لوی پوځي قوماندان جنرال ټاډ ولټرز وايي چې دمګړۍ د دوى ډېر  تمرکز د افغان ولسمشرۍ ټاکنو پر امنيت دى، نه د ځواکونو پر ايستلو.

نوموړي دغه څرګندونې په اروپايي هېواد سلوانيا کې د ناټو د پوځي قوماندانانو غونډې پر مهال کړې دي.

په دې غونډه کې د ناټو پوځي قوماندانانو اټکل کړى چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو په را نږدې کېدو سره به هلته تاوتريخوالى ډېر شي.

خو د ناټو تر ټولو لوی پوځي امریکايي قوماندان جنرال ټاډ ولټرز د يادې ناستې پر مهال خبريالانو ته ويلي، د ناټو د روزنې ماموريت به تر وروستي بريده هڅه وکړي چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې په امنیت کې ترسره شي.

هغه زياته کړې، په افغانستان کې حالات بدلېږي رابدلېږي، خو دوى خپلو متحدينو او غړو هېوادونو ته وايي چې امريکا او ناټو سازمان له افغانستان سره خپلو همکاريو ته ژمن دي.

په همدې حال کې د ناټو پوځي قوماندانانو د کمېـټې مشر برېتانوى جنرال سټورټ پيچ ويلي چې د افغانستان په اړه د دوى په ژمنو کې هېڅ ډول اختلافات نشته.

ده ويلي: ((افغانستان ته په ګډه تللي يو او په ګډه به د راتلونکو بدلونونو په اړه پرېکړه کوو.))

بلخوا جنرال ټاډ ولټرز له يادې غونډې وروسته له امريکا غږ سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو پر ايستلو هېڅ بحث نه دی شوی.

هغه زياته کړې، له څنګه چې د سپټمبر په ۲۸مه په افغانستان کې ټاکنې کېږي، نو د ناټو پرېکنده ماموریت به د تل په شان خپل ټول پام د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته واړوي څو دا اطمینان ترلاسه شي چې دوی په ټول هېواد کې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.

د ناټو دغه لوړپوړي جنرال زياته کړې، که څه هم د دوی تمرکز پر سوله دی او دغه کار له ستونزو ډک دی، خو د ناټو او امريکا ټول پام د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.