د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: د ننګرهار اچين کې شل کلي د داعش وسله والو له فعاليتونو پاک شول

چارواکي: د ننګرهار اچين کې شل کلي د داعش وسله والو له فعاليتونو پاک شول

Sep 15, 2019 - 18:54

جلال اباد (پژواک، ۲۴ وږی ۹۸): د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار اچين ولسوالۍ کې يې د داعش ضد عملياتو پرمهال شل کلي له دغې ډلې پاک کړي او لا هم عمليات روان دي.

دوی وايي، نيول شويو سيمو کې د ولسي پاڅونوالو پوستې ځای پرځای کوي او مسووليت يې خپله د سيمې خلکو ته سپاري؛ خو پاڅونوال غوښتنه کوي چې بايد په درنو وسلو سمبال شي؛ ځکه سيمې غرنۍ دي او له وسله والو سره په کې مقابله ستونزمنه ده.

اچين ولسوالۍ کې داعش ضد عمليات د ملي اردو په مشرۍ د روانې مياشتې په ۲۰مه د ګډو ځواکونو له لوري پيل شوي چې ولسي پاڅونوال يې هم ملاتړي دي.

په ختيځ کې د سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال قنداغا ساپي چې د دغو عملياتو قومانده په غاړه لري، د وږي په ۲۴مه يې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عملياتو پرمهال يې شل کلي له وسله والو پاک کړي دي.

دی وايي، د عملياتو په دغه موده کې د دوی د راپورونو پر بنسټ پنځلس وسله وال د دوی د بريدونو په نتيجه کې وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي؛ خو د توپچي بريدونو په نتيجه کې چې لرې ساحې په نښه شوي، کره شمېره يې نشته چې څومره مرګ ژوبله به يې اړولې وي.

هغه وويل، نيول شوې سيمې ولسي پاڅونوالو ته سپارل کېږي چې پوستې يې تر کار لاندې دي او همدوی به يې بېرته ساتنه کوي.

خو ولسي پاڅونوال غوښتنه کوي چې دوی دې په درنو وسلو سمبال شي؛ ځکه په دغو غرنيو سيمو کې له وسله والو سره په ټوپک او پيکا مقابله ستونزمنه ده.

د باندر سيمې يو اوسېدونکی او ولسي پاڅونوال له پژواک سره خبرو کې غوښتنه کوي چې ورته درنې وسلې دې ورکړل شي.

دی وايي: ((موږ وليدل بټي کوټ ولسوالۍ کې پاڅونوالو باندې وسله والو بريد وکړ، نه ورسره درنې وسلې وې او نه يې ځواکونه ملاتړ ته ورغلل، يو شمېر پاڅونوال ووژل شول او پوستې سقوط شوې؛ نو که موږ هم سم تجهيز نه شو، له هماغې ستونزې سره به مخامخ شو.))

د حبيب الله په نوم يو بل پاڅونوال هم ورته غوښتنه لري او زياتوي، له وسله والو سره په تش لاس هم د مقابلې کولو توان لري؛ خو اوس جګړه په وسله ده، نه په غوسه باندې.

د سيمې اوسېدونکي بيا د خپلو ورانو کورونو، ښوونځيو، سړکونو، روغتيايي مرکزونو او جوماتونو د بيارغونې غوښتنه کوي.

قومي مشر حاجي دستخط الله وايي، له عملياتو ډېر خوښ دي؛ خو د خلکو د مېشته کېدو لپاره بايد عامه ځايونه بېرته ورغول شي.

دی زياتوي: ((کورونه مو تخريب شوي، سړکونه، ښوونځي، کلينيکونه، پلچکونه، پلونه، جوماتونه بېرته ترميم او فعالېده غواړي، چې خلک هم راتګ ته زړه ښه کړي.))

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، پلان شته چې ولسي پاڅونوال هم په درنو وسلو سمبال کړي او په سيمه کې به د امنيتي ځواکونو يوه ستره قرارګاه هم جوړه شي.

دی د ورانو ځايونو د رغونې په اړه وايي، د ولسمشر له لوري د شينوارو شپږو جګړو ځپلو ولسواليو سره د ځانګړې مرستې په لړ کې به يادې سيمې هم ورغول شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement