ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د يو ميليارد افغانيو په لګښت د لسګونو پروژو پرانیسته وشوه

ننګرهار کې د يو ميليارد افغانيو په لګښت د لسګونو پروژو پرانیسته وشوه

author avatar
16 Sep 2019 - 14:48
ننګرهار کې د يو ميليارد افغانيو په لګښت د لسګونو پروژو پرانیسته وشوه
author avatar
16 Sep 2019 - 14:48

جلال اباد (پژواک، ۲۵ وږی ۹۸): د کرنې او مالدارۍ وزير ننګرهار ته د سفر پر مهال د شاوخوا يو ميليارد افغانيو په لګښت ۳۱ کرنيزې پروژې پرانيستې چې په کې د کرنې رياست د يو شمېر ادارو د ودانيو رغونه هم شامله ده.

د کرنې او مالدارۍ وزير نصيراحمد دراني د وږي په ۲۵مه ننګرهار ته راغلی و او دلته يې د يادو پروژو د پرانيستې ترڅنګ د ځايي کروندګرو او مالدارانو ستونزې هم په يوه غونډه کې واورېدې او وروسته يې د ننګرهار له والي سره په ګډه د یادو پروژو په تړاو په يو رسنيز کنفرانس کې خبريالانو ته معلومات وړاندې کړل.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وويل، د کرنې وزير دغه ولايت ته د سفر پر مهال د يو ميلیارد افغانيو په لګښت شاوخوا دېرش کرنيزې پروژې پرانيستې.

دی وايي، له دغو پروژو موخه په ننګرهار کې د متوازن پرمختګ رامنځته کول او  دغه راز کروندګرو سره د حاصلاتو په لوړولو او د دوی د اقتصاد په پياوړتيا کې مرسته کول دي.

د کرنې وزير وويل، په ټولو پروژو کې يې د کروندګرو د اقتصاد د ښه والي او د هغوی د خپل ځان بسياينې ته پام کړی دی.

هغه زياته کړه، په ننګرهار کې د پرانيستل شوو پروژو له ډلې د CBARD پروژې له لوري د دغه ولايت په خوګیانو، شېرزادو، کوټ، رودات، چپرهار او اچین ولسوالیو کې د ښځو لپاره د ۲۳۰ کوچینو شنو خونو جوړول دي چې د یوې شنې خونې لګښت۸۵۰۰۰ افغانۍ او د ټولو خونو لګښت ١٩ ميليونه او ۵۰زره افغانۍ کېږي.

د نوموړي په وينا، د ننګرهار د وترنرۍ کمپلکس لپاره د پنځه ميليونو ١٨٠زره افغانيو په لګښت جوړه شوې ودانۍ هم ګټې اخيستې ته وسپارل شوه چې ۷ خونې، يو د غونډو تالار او نور اړوند ځايونه هم لري.

د کرنې وزير وويل، په نننيو پروژو کې د بټي کوټ، بهسودو، کامې، کوز کونړ او سره رود ولسواليو لپاره د بڼولۍ د ځنځيري ودې سکټوري پروژې پرانيسته هم شامله ده چې په دغو لسوالیو کې  د عصري شنو خونو جوړول، د کچالو او پیازو لپاره د صفر انرژۍ سړو زېرمو تاسیس، د متراکمو باغونو احداث، د انګورو د باغونو جوړول او د هغوی چیله کولو په برخه کې به فعالیتونه کوي.

درانى وايي، بله پروژه د ودان موسسې په همکارۍ د نړیوال بانګ د څلور میلیونه ډالرو په لګښت د ننګرهار ولایت په درېیو ولسوالیو کې د مالدارۍ، معيشتي، صحي او اجتماعي برخو کې د (TUP) په نوم دوه کلنه پروژه ده چې موخه یې د بې وزله کورنیو پر بسیا کېدل دي.

وزير دا هم وويل چې نن يې په دغه ولايت کې د خوږياڼو، چپرهار، اچين، روداتو، شيرزادو او کوټ ولسواليو ۷۳۴ کروندګرو ته د کرنيزو وسايلو او تخمونو د مرستې د وېش لړۍ هم پيل کړه چې پنځه ميليونو او څلور سوه زره افغانۍ لګښت پرې راځي.

د هغه په وينا، نن يې په ننګرهار کې د بهسودو ولسوالۍ لپاره د کروندګرو معلوماتي مرکز هم پرانيست چې نږدې ۱۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.