ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې بل امریکایي سرتیری وژل شوی

په افغانستان کې بل امریکایي سرتیری وژل شوی

author avatar
16 Sep 2019 - 21:24
په افغانستان کې بل امریکایي سرتیری وژل شوی
author avatar
16 Sep 2019 - 21:24

کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۹۸) : په افغانستان کې میشت د ناټو ماموریت وایي، چې د یو لړ عملیاتو پر مهال یو امریکایي سرتیری وژل شوی دی.

د یاد ماموریت لخوا د وږي په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلی،  چې دا امریکایي سرتیری نن د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

خو سرچینې د يښې کره ځای نه دی په ډاګه کړی.

ناټو ویلی، څو پورې چې داړونده هیواد دفاع وزارت په دې اړه جزییات نه وي خپاره کړی، نو معلومات نه خپروی.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې په کابل کې د ځانمرګي برید له امله د یو امریکایي په ګډون دوه د ناټو سرتیري وژل شوي وو، چې له امله یې امریکا له طالبانو سره روانې خبرې وځنډولې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.