ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان حکومت له ولسمشرۍ ټاکنو د يوناما د ملاتړ هرکلى کړی

افغان حکومت له ولسمشرۍ ټاکنو د يوناما د ملاتړ هرکلى کړی

author avatar
16 Sep 2019 - 14:35
افغان حکومت له ولسمشرۍ ټاکنو د يوناما د ملاتړ هرکلى کړی
author avatar
16 Sep 2019 - 14:35

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ۹۸): د افغانستان حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو د ملاتړ له امله د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (يوناما) د ملاتړ هرکلى کړى دى.

يوناما نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره په سختو شرایطو کې د چمتووالي د هرکلي ترڅنګ ويلي چې نړيواله ټولنه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو بشپړ ملاتړ کوي.

دغه راز ملګرو ملتونو د ولسمشرۍ د رڼو او عادلانه توګه پر ترسره کېدو ټينګار هم کړى دى.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمريز کال د تلې په ٦مه ترسره شي.

پرون د کورنيو چارو وزارت وويل چې د ټاکنو امنیت لپاره یې بشپړ چمتووالى نيولى او شاوخوا سل زره امنيتي سرتېري به په دې برخه کې وګومارل شي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي چې د افغانستان حکومت د يوناما د دې خبرپاڼې او اعلان هرکلى کوي.

هغه د وږي په ٢٥مه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو کانديدان، رسنۍ، علماء او نور دخيل اړخونه بايد له حکومت او ټاکنيزو کمېسيونونو سره په ګډه  د رڼو، باوري او  هر اړخيزو ټاکنو ترسره کولو په موخه کار او د دې سياسي پروسې ملاتړ  وکړي.

صديقي ويلي، افغان حکومت چې پر ډيموکراسۍ باوري دى، ژمن دى چې د ښځو په ګډون ټولو هېوادوالو ته د رايې ورکولو حق ورکړي.

د هغه په وينا، د حکومت دا هڅې د ډيموکراسۍ په برخه کې د تېرو ١٨ کلونو لاسته راوړنو يوه برخه ده.

يوناما هم غوښتنه کړې ده چې له رایې ورکولو مخکې دې ټول خپلې هڅې دوه برابره کړي، څو ټول پر شرایطو برابر افغانان له خپل قانوني حقه په ګټې اخیستو د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.

سرچينې زياته کړې: "هېڅوک د دې حق نه لري چې د رایې ورکولو لپاره له راجسټر شوو افغانانو د رایي حق واخلي. "

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.