مهترلام (پژواک، ۲۵ وږی ۹۸): د لغمان ولايت چارواکی وايي، په دغه ولايت کې د ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال د بېلابېلو جرمنو په تور نیولي دي.
ياد وسله وال د وږي په ۲۵مه د دغه ولايت د ملي امنيت په رياست کې رسنيو ته ور وښودل شول.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي، د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د ملي امنیت ځواکونو په مرکز او ولسوالیو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د قاري ادریس په نوم د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون شپږ کسان نیولي دي.
دی وايي، نیول شوو کسانو په لغمان ولایت کې په ګڼو ترهګریزو پېښو او د ماینونو په ایښودو کې لاس درلود.
هغه زياته کړه، نیول شوو وسله والو دغه راز هڅه کوله چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په ورځ په مرکز او ولسوالیو کې ترهګریزې پېښې ترسره کړي چې موخې ته له رسېدو وړاندې د قانون منګولو ته وسپارل شول.
د والي ویاند دا هم وويل، نیول شوو وسله والو پر خپلو جرمنو اعتراف کړی او د نورو پوښتنږ ګروېږنو په موخه د ملي امنیت په ریاست کې تر تحقیق لاندې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن